د شليسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير شتيفن شتود، «RND» ورځپاڼي ته ويلي دي چي په افغانستان کي داسي ځای نسته چي هلته دي د بيرته لېږونکو مهاجرو «خونديتوب تضمين» سي.
هغه د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې هغه راپور ته اشاره کړې ده چي وايي په افغانستان کي امنيتي وضعيت نور هم خراب سوی دئ.
شتود، زياته کړې ده چي دی ځکه افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالف دی چي «دغه هيواد په يوه وسله واله کورنۍ جگړه کي ښکېل دئ.»
پتېيل سوې ده چي په راتلونکو څو ورځو کي به افغانستان ته يوه بله ډله هغه مهاجر چي په جرمني کي ئې د پناه غوښتنه نه ده منل سوې، ولېږل سي.
د افغان چارواکو د معلوماتو له مخي په پلان کي ده چي د سه شنبې په ورځ له جرمني څخه ۵۰ تنه افغان مهاجر افغانستان ته انتقال سي.
په جرمني کي د مهاجرو د حقونو پلوي سازمان (پرو ازيول) د معلوماتو له مخي کيدای سي چي دغه ډله افغانان د دوشنبې په ورځ لا کابل ته ولېږل سي.
له جرمني څخه افغانستان ته د افغان مهاجرو د بيرته لېږلو لړۍ د تيرکال په دسمبر مياشت کي د يوې ۳۴ کسيزي ډلي په اخراج سره پيل سوه.
د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير هغه مهال وويل چي د لېږل سوو مهاجرو يو پر دريمه برخه يې داسي کسان ول چي جرمونه ئې کړي ول.
افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج موضوع ځکه ډېر بحثونه راپورته کړي دي چي په دغه هیواد کي د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جگړه روانه ده. خو د جرمني چارواکي وايي چي په افغانستان کي داسي سیمي سته چي امنيت پکښې ډاډمن دئ.
د «RND» ورځپاڼي د راپور له مخي افغان چارواکي اوس د دغو ۵۰ کسانو هويت څېړي. په لومړي گام کي دا څېړل کيږي چي آيا دغو کسانو کوم جرم کړی او يا بې له کورنيو مجرد نارينه دي.
د راپور له مخي دغه کسان د جرمني د بايرن، بادن ورتمبرگ او نوردراين ويستفالن ايالتونو څخه اخراجيږي.
نور مطالب:
کابل ته د اخراج سوو افغان مهاجرو انځورونه
په جرمني کي د نه منل سوو افغان مهاجرو لومړۍ ډله د پنجشنبې په ورځ د کابل نړیوال هوايي ډگر ته ورسېده. تر دې دمخه په زرونو افغان مهاجر پخپله خوښه ستانه سوي ول. په اړه ئې انځوريز راپور.
انځور: Reuters/O. Sobhaniله جرمني څخه د اخراج سوو افغان مهاجرو لومړۍ ډله چي ۳۸ کسان کېدل په يوه چارتر الوتکه کي له فرانکفورت هوايي ډگر څخه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته انتقال سول. انځور: کابل ته رسېدلي افغان مهاجر.
انځور: Reuters/O. Sobhaniله جرمني څخه اخراج سوی افغان مهاجر د کابل په نړیوال هوايي ډگر کي.
انځور: Reuters/O. Sobhaniهيواد ته بيرته رسېدلي افغان مهاجر
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت په خبره له اروپا څخه ډېر افغان مهاجر اوس بيرته پخپله خوښه هيواد ته ستنيږي.
انځور: Reuters/O. Sobhaniد دغو افغانانو او په ټوله ايزه توگه له جرمني څخه د افغان مهاجرو د بيرته ايستلو پر ضد د جرمني د فرانکفورت په نړيوال هوايي ډگر کي تيره ورځ افغان معالانو مظاهره هم وکړه.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Prautschپه دغه مظاهره کي نه يوازي افغانان، بلکي آلمانانو هم گډون کړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/D. Rolandد جرمني چارواکو پتېيلې ده چي په دغه هيواد کي نه منل سوي افغان مهاجر به د چارتر الوتکو له لاري د کابل نړيوال هوايي گر ته انتقالوي.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roesslerپه فرانکفورت نړيوال هوايي ډگر کي مظاهره کوونکو داسي شعارونه له ځان سره لېږدول «په افغانستان کي امنيت» نه سته.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Prautschد فرانکفورت نړيوال هوايي ډگر مخي د افغان مهاجر د اخراج پر ضد مظاهره
انځور: Getty Images/AFP/D. Rolandمظاهره کوونکو ويل چي په افغانستان کي امنيت نه سته او افغان مهاجر بيرته مه لېږئ.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probstانځورونه: افغان مهاجرو د اجباري اخراج پرضد په اروپا کي مظاهرې وکړې
انځور: DW/H. Madadiد شنبه په ورځ د سویډن د گوتنبورگ په مرکز کي د مهاجرينو د اجباري اخراج پر ضد په سلهاوو افغانانو مظاهرې وکړې.
انځور: DW/A. Nabizadehد گوتنبورگ د مظاهره کونکو سازمان ورکونکې سهیلا حیدري(د ښی خواڅخه اوله) وايي، چي په سويډن کي د ۲۵۰۰۰ په شاوخوا کي مهاجر د اخراجیدو د خطر سره مخامخ دي.
انځور: DW/A. Nabizadehډیرو سويډنیانو هم په دغو اعتراضونو کي گډون کړی ؤ.
انځور: DW/A. Nabizadehد سویډن د بشر دحقوقو او مهاجر پلوه سازمانونه هم د افغانانو د اجباري اخراج پر ضد دي.
انځور: DW/A. Nabizadehمظاهره کونکو د شعارونو په انتقالولو سره خپل اعتراض بیان کړ.
انځور: DW/A. Nabizadehدغه اعتراضونه د مهاجر پلوه بنسټونو لخوا پر لاري اچول سوي وه.
انځور: DW/A. Nabizadehپه هامبورگ کي هم په سلهاوو افغان مهاجرو په مظاهرو لاس پوري کړ.
انځور: DW/H. Madadiپناه غوښتونکي د افغانانو داجباري اخراج مخنیوی غواړي.
انځور: DW/H. Madadiد اروپا د مختلفو ښارونو په دغو مظاهرو کي ډیرو ښځو او کوچنیانو هم برخه اخیستې وه.
انځور: DW/H. Madadiډیری افغان مهاجر غواړي ،چي د جرمني د هامبورگ به ښار کي پاته سي.
انځور: DW/H. Madadi