1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د تاجکستان د لوړپوري پلاوي سفر

۱۴۰۴ آبان ۲۴, شنبه

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ راپور ورکوي چې د تاجیکستان د لوړپوړو امنیتي چارواکو او د بهرنیو چارو وزارت یو پلاوی کابل ته ورغلی دی. د دې سفر موخه د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

افغانستان ته د تاجکستان د لوړپورو چارواکو سفر
افغانستان ته د تاجکستان د لوړپورو چارواکو سفرانځور: Yegor Aleyev/TASS/dpa/picture alliance


د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون ویلي چې نن، د شنبې په ورځ د نومبر په ۱۵مه، د تاجیکستان د امنیتي او بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو یو پلاوی کابل ته رسیدلی دی. د دې سفر هدف د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراخول یاد شوي دي.

باختر آژانس په ایکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي چې ټاکل شوې ده د تاجیکستان پلاوی له طالب چارواکو سره د «راتلونکې همکارۍ، په دوشنبې کې د افغانستان د سفارت وضعیت، او یو شمېر نورو موضوعاتو» په اړه خبرې وکړي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د بیا واکمنیدو  را په دیخوا په د تیرو څلورو کلونو کې افغانستان ته د تاجیکستان د لوړپوړو چارواکو لومړنی سفر دی

تاجیکستان د طالبانو د مخالفو جریانونو او جبهاتو کوربه دی، چې په کې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهه هم شامله ده او په دوشنبې کې رسمي دفترونه لري.

 دغه نظامي جبهه وخت ناوخت په افغانستان کې د طالبانو پر پوستو بریدونه ترسره کوي.

په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان سفارت په دوشنبې کې د پخواني حکومت له لوري ټاکل شوي سفیر له خوا اداره کېږي.

له هغه وروسته چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، تاجیکستان تل د افغانستان په اړه خپلې جدي امنیتي اندېښنې مطرح کړي دي. دغه هېواد چې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړی دی، تر دې وړاندې په دې سازمان کې د افغانستان له پولې سره د سرحد د پیاوړتیا طرح وړاندې کړې وه؛ هغه طرح چې د دې تړون د شورا له لوري هم تصویب شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب