1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د م.م. نوې استازې وټاکل سوه

۱۳۹۹ فروردین ۶, چهارشنبه

افغانستان ته د ملګرو ملتونو نوې استازې وټاکل سوه. د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتیریس د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چي کاناډايي دیبورا لیونس به د افغانستان له پاره د هغه د ځانګړي استازي په توګه کار وکړي.

Symbolbild UNAMA Logo
انځور: AP

کاناډايي دیبورا لیونس له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کاله پوري په کابل کي د کاناډا سفیره وه او د یوې باتجربه دیپلوماتي په حیث سابقه لري. د وروستي ځل له پاره هغې په اسراییلو کي د سفیري په توګه کار کړی.

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو سياسي دفتر (یوناما) له تقریباً دوو لسیزو راهیسي په دغه جنګ ځپلي هیواد کي په فعالیت بوخت دی. د نوموړي ماموریت هدف دا دی چي، د افغانستان له اوسیدونکو او تاسیساتو څخه د سولې او ثبات په لاره کي ملاتړ وکړي. د یوناما د غړو شمیر په تیرو کلونو کي تقریبأ زر تنه ؤ.

دغه دیپلوماته به د تادامیچي یماماتو ځای ناستي سي چی څو ورځي مخکي یې افغانستان پرې ایښی دی.

ویل کیږي چی یماماتو د خپلي خدای په امانۍ پر وخت وویل: »زه کابل په یوه هیله او ارزو پریږدم او هغه د میلیونو افغانانو سره شریکوم، چي هیواد ته مو سوله راستنه سي.«

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل