1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د «ټاټ» رېل پټلۍ پروژې ارزښت څه دی؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

د ترکمنستان، افغانستان او تاجيکستان ترمنځ د ټاټ رېل پټلۍ د یوې برخې د جوړیدو چارې پیلیږي. دا پروژه به له اندخوی، شبرغان، مزار او بیا د کندز شیرخان بندر له لارې له تاجيکستان سره وصل شي.

Afghanistan Provinz Faryab | Eisenbahn Afghanistans und Tadschikistans (TAT)
انځور: Sami Durrani

د ( TAT) رېل پټلۍ پروژې په اړه په  ۲۰۱۳م کال کې د ترکمنستان، افغانستان او تاجيکستان ولسمشرانو ترمنځ یې د جوړولو هوکړه وشوه، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې له تاجيکستان سره وصلوي.

دا پرژه د ترکمنستان له اتا مراد سیمې پیل شوې ده او د افغانستان د فاریاب ولایت تر اقینې بندر او اندخوی پورې رسیدلې ده چې د مسؤلینو په وینا اوس یې د لس کیلو مترو په اوږدوالي د یوې بلې برخې د جوړولو چارې پیلیږي.

د طالبانو ادارې د اوسپنۍ پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع دراني دویچه ویله ته وویل، چې څو ورځې وړاندې د ترکمنستان او افغانستان د تخنیکي ټیمونو ترمنځ په اندخوی کې غونډه شوي او هوکړه یې کړي چې ژر له اندخوی څخه تر شبرغان پورې د پټلۍ د جوړلو چارې پیل کړي.

اړوند مطلب: ترکمنستان افغانستان ته د اورګاډي پټلۍ وغځوله، اوس وار د تاجیکستان دی

درانی وایي: «د فاریاب له اندخوی نه دا پټلۍ شبرغان ته ځي، بیا مزار شریف ته ځي. د ترکمنستان او افغانستان استازو له مسیر نه نږدې لیدنه وکړه او د اندخوی څخه تر شبرغان پورې چې ډیزان یې مخکې شوی، دا به لس کیلو متره جوړیږي.»

نوموړی زیاتوي، چې د ټاټ رېل پټلۍ پروژه به له شبرغان وروسته د بلخ ولایت مرکز مزارشريف او بیا به کندز ته غځول کیږي او د شبرخان بندر له لارې به له تاجيکستان سره وصل کیږي.

د فاریاب په اندخوی کې د افغانستان او ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ د تخنیکي ټيمونو لیدنهانځور: Sami Durrani

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمیع درانی زیاتوي چې د ټاټ رېل پټلۍ پروژه، سربېره پر دې چې افغانستان له دوو ګاونډیو هيوادونو سره د رېل له لارې وصلوي، افغانستان به هر کال له دې لارې میلیونونه ډالر ترانزیت ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه: «دا مهمه پروژه ده چې ترکمنستان له تاجيکستان سره وصلوي. افغانستان ته یې ټولو ډېره ګټه د ترانزیټ ګټه ده، خلکو ته به کار پیدا شي او سیمه ایز اتصال به رامنځته شي».

یو شمېر افغان سوداګر او اقتصادي کارپوهان د ټاټ رېل پټلۍ د دريواړو هيوادونو له پاره د سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي ودې له پاره ګټوره بولي، خو نیوکه کوي چې له منځنۍ اسیا سره یو شمېر لویو پروژو د تطبیق په برخه کې تر اوسه عملي اقدامات نه دي ترسره شوي. 

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي دویچه ویله ته وويل چې د ټاټ پروژه د یو شمېر نورو لویو پروژو په شان د افغانستان له پاره په سوداګریز ډګر کې د ارزښت وړ ده، خو وایي چې دی یې عملي کیدو ته هیڅ خوشبین نه دی.

اړوند مطلب: افغانستان او تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ موافقتنامه لاسلیک کړه

ښاغلی الکوزی نیوکه کوي چې د منځنۍ اسیا له هيوادونو سره د یو شمېر لویو پروژو د تطبیق نه شتون تر ډېره سوداګر او خلک بې باوره کړي او په تېرو کلونو کې ټولې لویې پروژې تش د هيوادونو د مشرانو ترمنځ پاتې شوي.

الکوزی زیاتوي: «فکر نه کوم چې د ټاټ پروژه دې داسې ژر عملي شي. دولتونه تل ولس د لویو پروژو په نوم غولوی. د ټاپي پروژې برخلیک څه شو؟ او د کاسا زر پروژه کوم ځای ته ورسېده؟ موږ باید د هوکړو او ژمنو پر ځای عملي کار او نتیجه ولس ته ورکړي».

افغانستان- په فاریاب ولایت کې په اندخوی کې د ټاټ رېل پټلۍ پرژوې څخه لیدنهانځور: Sami Durrani

خانجان الکوزی په دې باور دی چې په تېرو شلو کلونو کې له نړیوالو مرستو سره سره بیا هم د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ یو شمېر لویې پروژې عملي نه شوې او په وینا یې په نږدې راتلونکي کې یې هم عملي کول ممکن نه دي.

په همدې حال کې یو شمېر اقتصادي کارپوهان، د ټاټ رېل پټلۍ له ارزښته ډکه بولي او وایي چې د دغه پروژې په عملي کیدو سره به د درې واړو هيوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې پراختیا او اقتصادي ګټو ترڅنګ د هيوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي.

په جرمني کې مېشت د پوهنتون استاد جمشید حیدري دویچه ویله ته وویل: «هغه هيوادونه چې په وچه کې راګیر دي، د هغوی ترمنځ د رېل له لارې وصلیدل خورا مهم دي. دا پروژه، ترکمنستان او تاجکستان ته د ګټې ترڅنګ موږ ته ډیرې ګټې لري. موږ هم سوداګري له دې لارې کولی شو او هم به له دواړو هيوادونو ترانزیت ترلاسه کوو».

اړوند مطلب: د مزار- کابل - پېښور د اورګاډي د لار نقشه لاسلیک شوه

حیدري وایي، چې د ټاټ رېل پټلۍ پروژې عملي کیدل، د افغانستان د هغو ولایتونو پر خلکو هم مستقم اغېز لري، چې دغه پروژه ترې تیریږي: «دا پروژه چې د فاریاب، جوزجان، مزاز شريف او کندز څخه تیریږي، هلته یو لړ رغنیزې چارې ترسره کیږي، خلکو ته د کار زمینه برابریږي».

د طالبانو د اوسپنۍ پټلۍ ادارې مسؤلین وایي چې اوس د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان ترمنځ د (ټاټ) پروژه ۵۰ کیلو میتره جوړه شوې ده او د جوزجان مرکز شبرغان پورې به دغه رېل پټلۍ چارې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

 

د هرات - خواف د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه

03:06

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب