1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

افغانستان جګړه ـ نړیوالې محکمې د امریکا بندیزونه وغندل

۱۳۹۹ خرداد ۲۳, جمعه

امریکا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو د څیړنې له کبله د جرمونو د نړیوالې محکمې پر یو شمیر کارمندانو بندیزونه وضع کړل. نړیوالې محکمې پر امریکا تور پورې کړی چې د قانون په پلي کولو کې مداخله کوي.

Afghanistan US-Soldat
انځور: AFP/W. Kohsar

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جون میاشتې پر ۱۱مه نیټه) د جرمونو نړیوالې محکمې یا (آی. سي. سي) پر امریکا متحده ایالاتو باندې د ګواښونو او جبري اقدام تورونه پورې کړل. وروسته له هغې چې ولسمشر ترمپ د جرمونو د نړیوالې محکمې پر یو شمیر کارمندانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو د څیړنې له کبله بندیزونه وضع کړل، یادې نړیوالې محکمې هم پر امریکا باندې سخت انتقادونه وکړل.

د همدې پنجشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې ولسمشر ترمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکا متحده ایالات به د هالند په هاګ ښار کې د نړیوالې محکمې د هغو کارمندانو جایدادونه بلاک کړي چې د امریکايي ځواکونو په هکله پلټنه کوي.

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د «یوې کانګرويي محکمې [غیر رسمي محکمې] له لوري زموږ خلکو ته د ګواښونو په صورت کې به امریکا متحده ایالات لاس تر زنې پاتې نه شي.» په دغه اعلامیه کې نوموړي همدا راز اشاره کړې چې په افغانستان کې زموږ له سرتیرو سره مرسته کوونکي د ناټو سازمان نور غړي هیوادونه هم ښايي له دغه برخلیک سره مخامخ شي.

انځور: picture-alliance/AP Photo/P. Dejong

د دغه اقداماتو په ځواب کې د جرمونو نړیوالې محکې یاد بندیزونه بې سابقه ګڼلي او د ترمپ پر ادارې یې د محکمې په قضايی چارو او د قانون د پلي کولو په برخه کې د لاس وهنې تورونه پورې کړي دي. د جرمونو نړیوالې محکمې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «هغوی [بندیزونه] د دې له پاره اعلان شوي څو د محمکې د خپلواکۍ او هدفمندو پلټنو او همدا راز بې پرې قضايي پریکړو په ارتباط په ښکاره توګه د جرمونو د نړیوالې محکمې پر چارو باندې اغیز پیدا کړي.»

شخړه ایزې پلټڼې

د ترمپ اداره په افغانستان کې د جرمونو د نړیوالې محکمې له لوري د امریکايي ځواکونو د احتمالي جنګي جرمونو پلټنې مغرضانه بولي او استدلال کوي چې امریکا متحده ایالات پر خپلو سرتیرو باندې د لګیدلو تورونو د پلټنې له پاره خپلې تګلارې لري.

تیر کال د ترمپ ادارې د جرمونو د نړیوالې محکمې مشر څارنوالې او په ګمبیا کې زیږیدلې فاتو بنسودا، ته د امریکا د ویزې له ورکړې ډډه وکړه او له هغې یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان په هکله پلټنې متوقفې کړي. خو د یادې غوښتنې سربیره، د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیانو د تیر کال په مارچ کې د هغې د پلټنې دغې غوښتنې په لومړي سر کې د رد تر ځواب وروسته، بیرته مثبت ځواب ورکړ او هغې ته یې د پلټنو اجازه ورکړه.

دا هم په داسې حال کې ده چې همدا تیر کال ولسمشر ترمپ د خپل اجرایوي قدرت پرمټ په عراق او افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن دوه تنه امریکايي سرتیرو ته بخښنه وکړه.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب