1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: خصوصي روغتونونو ته د کرونا د ناروغانو د درملنې اجازه

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت خصوصي روغتونونو او صحي مرکزونو ته هم د کووید ۱۹ ناروغانو د تشخیص او درملني اجازه ورکړې ده. دا په داسي حال کي چي یوازي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ویروس ۷۴۸ تازه پیښي ثبت سوي دي.

Afghanistan Herat | Coronavirus | Krankenhaus & COVID-19
انځور: DW/S. Tanha

لکه څنګه چي  دولتي شفاخانې د کرونا د ټولو ناروغانو د درملني او تشخیص ظرفیت نه لري، د افغانستان د عامي روغتیا وزارت نن خصوصي روغتونونو او صحي مرکزونو ته هم د کووید ۱۹ ناروغانو د تشخیص او درملني اجازه ورکړه.

د عامي روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني په یوې خبري ناسته کي وویل: «لکه څنګه چي خصوصي صحي مرکزونو ته د نورو مرضونو د تشخیص او درملني اجازه ورکول سوې، د عامي روغتیا وزارت د لارښوونو په پام کي نیولو سره دي د کووید ۱۹ ناروغانو په برخه کي هم سمدستي اقدام وکړي. نور دې ته اړتیا نه لیدل کیږي چي خصوصي سکتور دي د محرقې تر نامه لاندي د کرونا د ناروغانو درملنه وکړي.»

خو هغه خبرداری ورکړ چي خصوصي روغتونونو دي د کرونا ویروس د چټکي آزمویني د کار اخیستني له میتود څخه ډډه وکړي. دا ځکه چي دا ډول تِست د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا نه دی تأیید سوی.

خو بیا هم هغه زیاته کړه چي د کرونا په ویروس باندي د افغانستان ډیر خلک اخته سوي او د ټولو ناروغانو د تِست کولو امکان موجود نه دی. له همدې کبله روغتونونو ته سپارښتنه سوې چي ناروغان دي په هغوی د کرونا د موجوده علایمو پر اساس تشخیص او تداوي کړي.

د عامي روغتیا وزارت سرپرست وزیر احمد جواد عثماني زیاته کړه: «که داسي وي چي موږ په ټول هیواد کي د کرونا د تِست لابراتوارونه فعال کړو او هر ناروغ د لابراتواري آزمویني پر اساس تشخیص سي، نو څو کلونو او په میلیاردو امریکایی  ډالرو ته اړتیا لرو چی دا کار اصلأ امکان نه لري. ځکه نو زه د روغتیا د نړیوال سازمان او د هیواد په دننه او دباندي کي د افغاني ډاکټرانو  سره د ګډي مشورې پر اساس اعلان کوم چي، د کرونا د ناروغانو تشخیص او درملنه دي په ټولو صحي مرکزونو کي چي لابراتواري امکانات نه لري، د کلینیکي علایمو پر اساس ترسره سي ترڅو په ټولنه کي د ناروغانو اصلي شمیره معلومه او تر لازم مراقبت لاندي ونیول سي.

د ملي او بین المللي صحي بڼسټونو د علمي اټکلونو له مخي د کرونا نوی ویروس، په افغانستان کي اوج ته د رسیدو په حال کي دی. په وروستیو ورځو کي د اخیستل سوو نمونو څخه د پاسه نیمایی برخه مثبته اعلان سوې ده. داسي اټکلونه هم موجود دي چي د اخته کسانو شمیر چی د عامي روغتیا وزارت له خوا اعلانیږي، تر هغه څو برابره زیات وي.

په افغانستان کي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د کرونا ۷۴۷ مثبتي پیښي ثبت سوي دي . ۲۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۱۳ تنو شفا موندلې ده.

د عامي روغتیا وزارت له خوا  رسمي ورکړل سوي شمیرې ښیی چي په افغانستان کي په کرونا باندي د اخته کسانو عمومي شمیر ۲۲ زره ۸۹۰ تنو ته رسیدلی دی. ۴۲۶ تنه تر اوسه پوري مړه سوي او ۳۳۲۶ تنو درملنه سوې. د افغانستان په سطحه په ترتیب سره کابل، هرات، کندهار، بلخ او ننګرهار په کرونا باندي د اخته کسانو  تر ټولو لوړې شمیرې لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب