1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان؛ د انټرڼت د ټيټ کیفیت او لوړو نرخونه څخه شکایتونه

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۱ شهریور ۳۱, پنجشنبه

د کابل په ګډون ډېریو ولایتونو کې خلک د انټرنټ او مخابراتي شبکو له ټیت کیفیت او لوړو نرخونو څخه شکایت کوي او د طالبانو له مخابراتو وزارت څخه غواړي چې د مخابراتي شبکو ستونزو ته رسېدنه وکړي ترڅو لاسرسی ورته آسانه شي.

Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie
په افغانستان کې د مخابراتي خدماتو ستونزېانځور: AP

د کابل د اوسېدونکو په خبره د طالبانو په راتګ سره د انټرنټ کیفیت ټیټ شوی او د انټرنټ او تکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه ورته سرخوږی جوړ کړی دی.

په کابل کې د بانکي او مدیریتي برخې کارکوونکی او لیکوال لعل ځاځي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د انټرڼت د ټیټ کیفیت له کبله د خلکو هغه کارونه چې په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه له انټرنټ سره تړاو لري له خنډ سره مخ شوي دي.

د نوموړي په خبره: «د افغانستان د انټرنټ کیفیت خورا ټیټ او بیې یې ډېرې لوړې دي چې د خلکو د نارضایتۍ لامل ګرځېدلی دی. خلک د انټرنټ له سست والي او خراب کیفیت له امله له مختلفو ستونزو سره مخ کېږي. د دوی اکثره کاروبارونه چې له انټرنټ سره تړلي دي له ځنډ سره مخ کېږي.»

په افغانستان کې د فیسبوک کارونهانځور: DW

د کابل یو تن اوسېدونکی نصیر احمد اندېښنه څرګندوي چې ځینې مخابراتي شبکې چې د انټرنټي کڅوړو په نرخونو کې تخفیف ورکوي، د ګټې اخېستنې وړ نه وي.

د نوموړي په خبره د دولتي شبکې د انټرنټ کیفیت ډېر ټیټ دی او د یو شمېر خصوصي شبکو نرخونه لوړ وي او ښه کیفیت هم لري خو د انټرڼت مصرف یې دوه یا درې برابره دی.

هغه وویل: «هغه شبکې چې انټرنټي کڅوړه کې تخفیف لري سم کار نه کوي او هغه شبکه چې ښه کار کوي انټرنټ یې قیمته او دوه برابره مصرف لري. مثلا که یوه ویډیو ۳۰ ام بي وي هغه ۶۰ یا تر هغه نه هم زیات انټرنټ ګرځوي.»

مخابراتو وزارت: د انټرنيټ عمده بيي ۳۰ سلنه نوري کښته شوي

د پکتیا او غزني ولایتونو اوسېدونکي بیا ادعا کوي چې د مخابراتي شبکو فعالیتونه د یادو ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې له خنډ سره مخ دي.

د دوی په خبره په ښارونو کې د انټرنټ او ولسوالیو کې د ټلفوني اړېکي او د انټرنټ له ډېر ټیت کیفیت څخه شکایت لري او ان ځینو ولسوالیو کې ډېر مزل کوي ترڅو د خپل اړتیا له پاره ټلفوني اړېکه ټینګه کړي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکې مریم صافۍ په دې اړه وایي چې په دې ولایت کې خلک د مخابراتي شبکو له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

مخابراتو وزارت وايي د انټرنیټي او د ټیلفوني مکالمو بیې راټېټوي

د معلوماتي تکنالوژۍ کارپوهان بیا په دې باور دي چې په افغانستان کې د ګاونډیو هيوادونو په پرتله د انټرڼت نرخونه څو برابره زیات او کیفیت ته کار نه دی شوی.

د معلوماتي تکنالوژۍ کارپوه کفایت الله قادري دویچه ویله ته وویل چې د ډېریو ولایتونو په ولسوالیو کې د جګړې له امله مخابراتي سیسټمونه نه و غځېدلي او مخابراتي شبکې د ازاد سوداګرۍ بازار تر عنوان لاندې فعالیت کوي چې باید کیفیت او نرخ دواړه لوړ معیار ولري. خو د نوموړي په خبره په افغانستان کې مخابراتي شبکې یوازې نرخونه لوړ کړي او د کیفیت په برخه کې یې کار نه دی کړی.

هغه وویل: «د انټرنت کیفیت ان په کابل کې چې د افغانستان پلازمینه ده سم کار نکوي ځکه چې د کیفیت له پاره یې کار نه دی شوی او مخابراتي شبکې قیمتونه د با کیفیت انټرنټ اخلي او خدمات یې ډېر ضعیف وي. مهم لاملونه یې جګړه او د بعضو شبکو خودسرانه کار دی.»

د افغانستان پنځه مخابراتي شرکتونه جريمه شوي دي

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت بیا وایي چې د انټرنټ نرخونه یې تر پخوا کم کړي او د کیفیت لوړونې په برخه کې د وسایلو او تکنالوژۍ کمښت وخت ته اړتیا لري.

د طالبانو د مخابراتو وزارت ویاند عنایت الله الکوزي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د مخابراتو پر کیفیت کار روان دی او په تېرو څو میاشتو کې د ځینو ولایتونو په ولسوالیو کې د مخابراتي شبکې پایې درول شوي دي.

نوموړي وویل: «د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د انټرنټ او مکالمې بیې تر پخوا راټیټې کړي دي. ډېر ژر به ولایتونه له نوري فایبر سره وصل شي چې له دې سره به د انټرنټ کیفیت هم لوړ شی.»

اوس مهال په ښارونو او ولسوالیو کې خلک د انټرنټ له ټیټ کیفیت څخه شکایت کوي او دوی وایي چې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوژۍ ادارې مسؤولین د خدماتو د ښه کولو موضوع تر خبرو محدوده کړې ده او عمل کې مثبت بدلون نه تر سترګو کېږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل