افغانستان د اوسپني کان داوطلبۍ ته وړاندي کوی
۱۳۸۹ تیر ۴, جمعهپه لندن کي د افغانستان د کانو او صنايعو وزير، وحيدالله شهراني ويلي دي ددې کال تر پايه او د راتلونکي ميلادي کال په پيل کي به د خپلو نورو کانونو لکه،سره زره او مسو د استخراج دپاره هم داوطلبي وکړي.
شهراني ويلي دي چي دا چي افغانستان د طالب اورپکو د بغاوت سره لاس او ګريوان دی، نو د دغو کاونو د امنيت ساتلو دپاره بايد ځانکړي امنيتي ټولګي په پام کي ونيول سي.
د حاجي ګک کان چي په آسيا کي د ډيرو سترو زېرمو څخه گڼل کيږي په باميان ولايت کي پروت دی.
د افغانستان د کانو او صنايعو وزير برتانيې ته تللی ترڅو د خپل هيواد د نوو پيدا سوو کانونو دپاره د پانګه والو په لټه کي سي.
د هغه په خبره د اوسپني،مسو، سرو زرو او ليتوم د نووموندل سوو زيرمو ارزښت ديوه څخه تر درو زرو ملياردو ډالرو پوري رسيږي.
د متحده ايالاتو جيولوجيستانو چي د دغو کانونو اعلان يي دوې اونۍ د مخه وکړی ويلي دي چي، دا طبيعي زيرمي کابو زر مليارد ډالر ارزښت لري.
AG/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل