افغانستان د بروکسل له کنفرانسه څومره پیسې تر لاسه کوي؟
۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبه
افغان مشران به د چهارشنبې په ورځ د بروکسل په کنفرانس کې ګډون وکړي او له نړیوالي ټولني څخه به په داسې وخت کې میلیاردونه ډالره مرستې واغواړي چې طالبانو تر بل هر وخت ډیري سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.
اعلان
افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه وي رئيس عبدالله عبدالله، هیله لري چې د بروکسل په کنفرانس کې له نړیوالې ټولنې څخه هر کال د درو میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې ترلاسه کړی. افغانستان وختي لا د وارسا په کنفرانس کې د خپلو امنیتي ځواکونو د تمویل له پاره هر کال د شاوخوا پنځه میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې تر لاسه کړ ې دي. د افغانستان په مخکني پرمختیایي کنفرانس کې چې په ۲۰۱۲م کال کې په توکیو جوړ شو، له دې هیواد سره هر کال د څلورو میلیاردو ډالرو پرمختیایي مرستو ژمنې شوې وې.
د افغانستان اقتصاد ته تر ۲۰۰۱م کال وروسته په میلیاردو ډالرو داخل شوي چې له کبله یې د اقتصادي ودې «یوه نه ریښتني لوړه کچه» رامنځ ته شوه. کله چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې ناټو خپل جنګې ماموریت په افغانستان کې پای ته ورسوه، له افغانستان سره بهرنۍ مرستې او همداراز په دې هیواد کې بهرني لګښتونه ډیر زیات کم شول، او له کبله یې د دې هیواد د وګړو اقتصادي ستونزې یو ځل بیا ډیري شوې.
چارواکي په دې هیواد کې د بیکاري کچه تر ۵۰ سلنه پورې ښيي. د بهرنیو مرستو او لګښتونو کمیدل له یوې خوا او د ناامنیو له کبله د پانګونو نه کیدل له بلې خوا، ډیرهغه افغان ځوانان چې کار نه لري مهاجرت ته اړ شوي دي.
د توکیو په کنفرانس کې نړیوالوالي ټولنې له افغانستان څخه وغوښتل چې په خپلو ادارو او نظام کې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي. ولسمشر غني ښايي همدا استدلال وکړي او ادعا وکړي چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې اراده یې پیاوړې ده.
د عبدالله عبدالله یوه ویاند جاید فیصل، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي: «افغانستان نور یوازې د پیسو چک نه ترلاسه کوي. موږ باید ځان ډاډه کړو چې دغه پیسې پر سمو برخو لگيږي. پر دې سربیره باید هم د افغانستان او هم د نړیوالو مرسته کوونکو له خوا دوه اړخیزه حساب ورکونه وي.»
خو اوس هم اداري فساد د افغانستان له پاره یوه لویه ستونزه ده. د سیاسي چارو کارپوه هارون میر، وايي چې ځيني دولتي چارواکي که څه هم کښته معاشونه لري خو بیا هم په لوکسو کورونو او گرانو موټرو کې ګرځي: «اداري فساد به په دې هیواد کې یو شرم وو خو اوس خلک په هغو توکو چې د اداري فساد له لارې یې ترلاسه کوي، ویاړي.»
د افغانستان او پاکستان له پاره د متحدو ایالاتو ځانګړي استازې ریچارد اولسن، تیره اوونۍ په واشنګټن کې وویل چې افغانستان اوس هم د خپلې بودجې ۷۰ سلنه برخه د بهرنیو مرستو له خوا تمویلوي. هغه وویل چې تمه کیږي نړیوال مرسته کوونکي هیوادونه به د کال د درو میلیاردو ډالرو مرستو ژمنې وکړي. د مرستو دغه ژمنه به تر ۲۰۲۰م کال پورې وشي.
دغه امریکایي چارواکي ټینګار وکړ چې له ۲۰۱۲م کال راهیسې پرمختګونه شوي دي او د دې هیواد کورنیو عوایدو ۲۰ سلنه وده کړې ده او ۱،۸ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې دي.
اولسن ویلي دي: «د اداري فساد پر ضد د مبارزې په برخه کې باید اوس هم ډیر څه وشي خو حکومت د پرمختګ په حال کې دی. له تیر کال راهیسې له ۶۰۰ ډیر قاضیان، ۲۰ سلنه څارنوالان، د ګمرکونو ۲۵ سلنه کارکوونکي چې یا یې د خپلو دندو د ترسره کولو صلاحیت نه لاره او هم يې په اداري فساد کې لاس لاره، له دندو لیري شوې دي.»
خو داسې ښکاري چې پر دغو ټولو موضوعګانو سربیره هم د امنیت تر څنګ، اداري فساد د افغان حکومت تر ټولو لویه ستونزه وي. تیره میاشت د افغانستان د بیا رغونې د څار ادارې یا سیګار، ویلي ول چې اداري فساد په افغانستان کې په تیرو ۱۵ کلونو کې دومره بنسټیز شوی دی چې په دې هیواد کې یې د امنیت راوستلو او بیا رغونې ماموریت له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
نور مطالب
پیسې څنگه چاپیږي؟
په ۲۰۱۷ م کال د اروپا د مرکزي بانک لخوا یو نوئ او ډیر مطمیینه ۵۰ یورويي بانک نوټ چاپ سو. دلته به تاسي ته ښکاره سي ، چي دچاپ ماشینان څنگه دعادي پُنبې څخه دغه ټولي پیسې (بانک نوټونه) چاپوي؟
انځور: picture alliance/dpa/F. Rumpenhorst
پنبه او پیسې
پنبه د یورو بانک نوټونو اصلي مواد تشکیلوي. هغه دعادي کاغذونو تر موادو ډیرمقاومت لري او دهغه څخه جوړسوي بانک نوټونه که یوواري په ماشین کي پریولل سي، هم نه خرابیږي.
انځور: tobias kromke/Fotolia
دکاغذونو پټ ترکیب
پنبه پاکه او پریولل کیږي او ورڅخه کاغذ جوړیږي. خو دهغه په ترکیب کي چي څشي ورگډیږی، د هغه راز پټ پاتیږي. وروسته غټ ماشینونه ددغه ترکیبي مایع موادو څخه کاغذونه جوړوي. په هغه کي د همداوس څخه لا د بانک نوټونو دنه جعلي کیدو ډیر مشخصات ورگډیږي، لکه زرین خطونه او نور.
انځور: Giesecke & Devrient
امنیتي مشخصات
په یوه یورو بانک نوټ کي تر لسو اضافه امنیتي مشخصات ورگډیږي ، تر څو جعلي کیدل یې سخت سي. یو د هغو څخه سخت او مقاوم پلاسټیک دی، چي دلته په یوه شخصي مطبعه کي د بانک نوټونو دکاغذ سره ورگډیږي.
انځور: Giesecke & Devrient
په ټنونو دروند فشار واردول
په چاپخانو کي په یوه مغلقه پروسه کي بیا رنگونه د کاغذو سره گډیږی. لس کیلوگرامه رنگ د تقریبأ ۴۰۰۰۰۰ شل گونو بانک نوټونو دپاره کفایت کوي. تر هغه وروسته بانک نوټونه نورو ماشیانانو ته لیږل کیږي، چي په ۸۰ ټنه فشار سره ورباندي سنگي ټاپې وهل کیږي. تر دغه دومره فشار وروسته بانک نوټونه نه یوازي په ځینو برخوکي ژوریږي، بلکه خپل رنگ هم اړوي رااړوي.
اوس نو بایر پر هر بانک نوټ باندي یوه نمره ووهل سي. ددې څخه سړی پوهیږي ،چي هغه چیري چاپ سوی دی. په اروپا کي تقریبأ لس چاپخانې پیسې چاپوي. تر یوه مشخص کودنمبر وروسته پیسې د یورو د زون پر مختلفو اروپايي هيوادونو باندي تقسیمیږي.
انځور: Giesecke & Devrient
د پیسو د چاپ پر سر رقابت
پخوا به هر دولت په اتوماتیک ډول خپل داخلي مشتري ته د بانک نوټونو د چاپ فرمایش ورکاوه. خو اوس د اروپا مرکزي بانک د اروپا په سطح خپل فرمایشونه داوطلبی (بولۍ) ته ورکوي. دا کار پر هغو چاپخانو باندي فشار راوړي، چي د پیسو چاپ ورته گران تمامیږي. ځکه نو المانۍ چاپخانې (Giesecke & Devrient) په مونشن کي خپله یوه چاپخانه وتړله او ۷۰۰ کسان یې بیکاره کړل. خو د لایپزیک په ښار او مالیزیا کي یې پرېښوله.
انځور: Giesecke & Devrient
په اروپا کي بانک نوټونه ډیر نه استعمالیږي
د پخوانیو بانک نوټونو پرخلاف د یورو نوي بانک نوټونه د رنگونو یواضافه قشر هم لري،چي له کبله یې ژر نه زړیږي. خو نوي تکنالوژۍ په مرور سره د زمان د چاپخانو معامله هم خرابه کړې ده. پر دې سربیره اوس په اروپا کي د بانک نوټونو څخه ډیر کار نه اخیستل کیږي او په عوض یې بانکي کارټونه استعمالیږي. خلگ د ځانو سره نقدي پیسې نه ساتي. خو داروپا برعکس بیاپه نورو هيوادونو کي د بانک نوټونو څخه ډیر کار اخیستل کیږي.
انځور: Giesecke & Devrient
د زړو پیسو څخه د ږغونو د تیریدو د موانعو استفاده
مخکي تردې چي پیسې بازار ته راووزي او په کار ولویږي ،دیوې ډیري چټکي ډیجیتل کامرې څخه تیریږي. هغه بانک نوټونه چي ددغه امتحان څخه را ونه وزي، میده کیږي او ورڅخه یو ډول کاکونه جوړیږي. هغوی وروسته د مثال په دول په داسي دیوالونو کی کاریږي، چي باید ږغ ورڅخه تیر نسي. مثلأ د ریلگاډو یا سړکونو څنگ دیوالونوکي. که بانک نوټونه تر څو کلونو وروسته زاړه سي، نو هم عین معامله ورسره کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/Giesecke & Devrient
یو ۵۰۰ یورو بانک نوټ په ۱۶ سِنته چاپیږي
بانک نوټونه بسته کیږي او د هر اروپايي هیواد مرکزي بانک ته لیږل کیږي. هر بانک نوټ د ۷ څخه تر ۱۶ سنتو پوري چاپیږي او قیمتونه یې په امنیتي مشخصاتو پوري مربوطیږي.
انځور: Giesecke & Devrient
ډیري جعلي پیسې په جریان کي دي
د چاپ پر دغي ډیري مغلقي پروسې او امنیتي مشخصاتو سربیره جعلکاران پردې باندي کمیابه کیږي، چي کال په کال په سل هاوو زره جعلي پیسې راوباسي. پروسږکال دومره یورو بانک نوټونه جعلي سوي وه، چي په ۲۰۰۲ م کال کي دهغه د راخلیدو راهیسي یې سابقه نه درلوده. د اروپا مرکزي بانک په ټوله نړی کي د۹۰۰۰۰۰ جعلي بانک نوټونو بازار ته راوتلل ثبت کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe
۵۰۰ یورو بانک نوټ نور نه چاپیږي
نوي یورو بانک نوټونه به تر ټولو دمخه یوشی ولري: هغه به ډیراطمیناني او اسانه نه جعلي کیږي. په ۲۰۱۳ م کال کي لمړی پنځه، په ۲۰۱۴ کال کي لس او په ۲۰۱۵ کال کي شل یورويي نوي بانک نوټونه چاپ سول. پنځوسئ به د ۲۰۱۷ م کال کي په سر کي چاپ سي. ۱۰۰ او ۲۰۰ یورو بانک نوټونه به بیا تر هغه وروسته د یوه کال په تفاوت سره چاپ سي. خو۵۰۰ یورو بانک نوټونه به نور نه چاپیږي.