1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د بې کیفیته تیلو د وارداتو مخه نیسي

حسین سیرت۱۳۹۲ اسفند ۶, سه‌شنبه

د افغانستان د سوداگرۍ وزرات اعلان کړی دی چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي له پاره د بې کیفیته تیلو د راواردلو مخه نیسي. د افغانستان د وزیرانو شورا امر کړی دی چې نور دې افغانستان ته د بې کیفیته تیلو د راواردیدو مخه ونیول شي.

انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې ککړه هوا د ډیرو افغانانو ژوند اخلي. دې وزارت په عین حال کې گواښ کړی دی که چیرې افغانستان ته د بې کیفیته تیلو د وارداتو مخه و نه نیول شي نو له دې امله به د تلفاتو کچه به لا پسې لوړه شي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي، د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۲۵مه) په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «سر له ننه هیڅ افغان او یا بهرنۍ سوداگر نه شي کولای چې د پریماگون، پیچینو او مازوت په شان تیل افغانستان ته وارد کړي. دغه تیل تر دې مخکې افغانستان ته راتلل خو اوس څوک د دې کار اجازه نه لري.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په بهر کې خپلو اتشو ته خبر ورکړی دی چې دغه موضوع ټولو سوداگرو ته ورسوي. د سوداگرۍ وزارت وایي هغه سوداگر چې دغه شان تیل یې رانیولي دي درې میاشتې وخت لري چې هغه افغانستان ته وارد کړي. د وزارت په حواله تر درو میاشتو وروسته بیا دغو سوداگرو ته اجازه نه ورکول کیږي چې دغه تیل افغانستان ته یوسي.

دغه پریکړه په داسې حال کې کیږي چې د بې کیفیته تیلو د مصرف له کبله رامنځ ته شوي دود د کابل هوا ډیره ککړه کړې ده. د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې هم تر دې مخکې څو وارې گواښ کړی دی چې په هوا کې موجود دود د انسان روغتیا ته ډیر تاوان لري.

قوقندي وویل چې دغه پریکړه د هوا د ککړتیا د کمولو په موخه نیول شوې ده: «موږ داسې نورمونه جوړ کړي دي چې د نورم او ستندرد او خصوصي سکتور ادارې هم په کې ښکیل دي. زموږ موخه دا ده چې نور مو چاپیرلدا ککړ نه شي او هوا تر دې نوره هم کثیفه نه شي.»

د پلازمینې کابل سربیره د یو شمیرو نورو سترو ښارونو د هوا د ککړتیا په اړه رپوټونه ورکول کیږيانځور: picture alliance/Photoshot

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وایي چې د دې پریکړې په برخه کې ډیر جدي دي او هغه سوداگر به جریمه کړي چې بې کیفیته تیل افغانستان ته راوړي: «تر دې وروسته د هغه کسانو وارد شوي تیل مستردیږي چې کیفیت يې ښه نه وي او زموږ د قوانینو له مخې دغه سوداگر جریمه کیږي.»

د سوداگرۍ او صنایعو د وزارت ویاند وایي چې د نویو مقرراتو له مخې له «اي ۹۲» څخه کښته پطرول او «ایل ۰۲۶۲» څخه د کښته دیزلو واردول منع شوي دي.

د سوداگرۍ وزارت وایي چې افغان حکومت تر دې مخکې هم د بې کیفیته تیلو پر وارداتو باندې بندیز لگولی وو خو د دغه وزارت په حواله پر پولو باندې د دایمې څار د نه شتون له کبله، کله نا کله بې کیفیته تیل افغانستان ته واردیږي چې استفاده یې بیا چاپیرالب ککړوي.

که څه هم په افغانستان کې د نفتو طبعې زیرمې شته، خو بیا هم نفتي مواد د دغه هیواد له لو یو وارداتي اقلامو څخه دي. د افغان حکومت په حواله هر کال افغانستان ته دوه نیم میلیونه ټنه تیل واردیږي. د دغو وارداتي نفتو ارزښت هر کال شاوخوا دوه میلیاردو ډالرو ته رسیږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب