افغانستان د لږ پرمختللو هېوادونو په کتار کې هم لومړی ځای لري
۱۴۰۱ آبان ۱۹, پنجشنبهد ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره وايي چې افغانستان له تېر ۲۰۲۱ میلادي کال راهېسې د سیمې په کچه د خوړو او سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی. اقتصادي کارپوهان وايي چې په روان ۲۰۲۲ م میلادي کال کې هم اقتصادي پرمختګ ته چاندانې هېلې نشته او ښايی افغانان له لا ډیرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې تازه رپوټ کې راغلي چې افغانستان د آسیا په کچه په لږ پرمختللو هېوادونو کې هم لومړی ځای لري. رپوټ وايي: «بنګله دېش، بوتان، کمبودیا، میانمار، نیپال، لاوو، سولومون ایسلنډ نور هغه هېوادونه دي چې د اسیا په کچه لږ پرمختللي دي.»
م.م: د افغانستان اقتصاد به په راتلونکو څو اوونيو کې سقوط وکړي
دا رپوټ چې د روانې نوامبر په ۹مه نېټه خپور شوی، جګړه، کرونا او سیاسي ناکراري هغه ستر لاملونه دي چې افغانستان کې یې د پرمختګ مخه ډپ کړې ده.