1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان د مرستندویانو له پاره دویم خطرناک هیواد دی»

۱۳۹۸ مرداد ۲۴, پنجشنبه

د افغانستان، سوریي او یمن په ګډون په جګړه کې ښکیلو هیوادونو کې د بشري مرستو کارکونکي په مخ پر ډیریدونکي ډول له خطر سره مخامخ دي. کېير سازمان په دې تړاو د تر ټولو خطرناکو هيوادونو ليسټ خپور کړی.

Afghanistan | Schäden nach Selbstmordattacke
انځور: Reuters/M. Ismail

د کییر مرستندویه سازمان وروستی رپوت چې د چهارشنبې په ورځ (د اګست میاشتې په ۱۴ نیټه) خپور شو د روان کال له جنورۍ څخه تر اوسه پورې دې سازمان په نړیواله کچه خپل ۵۷ کارکونکي له لاسه ورکړي دي.

د ۲۰۱۹ م کال په لومړۍ نیمایي کې سوریه د دریم ځل له پاره په پرله پسې ډول په نړۍ کې د مرستندویانو له پاره د تر ټولو خطرناک هیواد په توګه درجه بندې شوی هيواد دی.

د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په دې هیواد کې د بشري مرستو ۱۸ تنه کارکونکي وژل شوي دي.

په همدې ترتیب تر سوریي وروسته په افغانستان کې اووه تنه مرستندویان، په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې پنځه تنه، په یمن کې هم پنځه تنه، په نایجیریا کې درې تنه او یو شمیر نور بیا په نورو جګړه کې ښکیلو هیوادونو کې وژل شوي دي. 

دا رپور د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت په مقدماتي توګه خپور شوی دی. دغه نړيواله ورځ د اګست په ۱۹ نیټه لمانځل کیږي. په دې رپوټ کې همدارنګه په افغانستان کې د مرستندویه سازمانونو کارکونکو ته متوجه ګواښونو په اړه هم اندیښنه ښودل شوې ده. د بیلګې په توګه د می میاشتې په اتمه نیټه د دې سازمان په ګانډي دفتر کې د یوې چاودنې په پایله کې د کییر مرستندویه سازمان درې تنه کارکونکي ووژل شول.

د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې هم د روغتیا نړیوال سازمان یو داکتر په کانګو هیواد کې د ایبولا ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې د فعالیتونو په جریان کې ووژل شو.

د کییر مرستندویه سازمان د چهارشنبې په ورځ د آلمان په بن ښار کې د بشري مرستندویانو له پاره د ۱۵ تر ټولو خطرناکو هیوادونو یو لیست خپور کړ.

په دې لیست کې سوریې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په کښې ۱۵ تنه مرستندویان وژل شوي، په لومړې درجه کې ځای نیولی دی.

په همدې ترتیب افغانستان په مجموع کې له ۱۸۲ پيښو سره چې اووه تنه مرستدویان په کې وژل شوي دي په دویم درجه کې، کانګو هیواد له نهو پښو سره چې پنځه تنه مرستندویان په کې وژل شوي په دریم مقام کې ځای نیولی دی.

په دې نوملړ کې د افغانستان ګاونډي هیواد پاکستان له یوې پيښې او یو تن مرستندویه له وژل کیدو سره په ۱۵ مقام کې ځای نیولی دی.

آژانسونه/ ش.ن/ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب