د پرو ازول (د مهاجرو د ملاتړ) سازمان اداري مشر، ګونتر بورکهاردت په برلین کې د دوشنبې په ورځ د آلمان خبري آژانس ته وویل چې افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو بیرته استول یو غیر مسؤولانه کار دی.
د هغه په وینا، په کابل کې د یوه خیریه سازمان د آلمانۍ کارکوونکې وژل کیدو یو ځل بیا دا وښوده چې په افغانستان کې حالت د محاسبې وړ نه دی. بورکهاردت په دې هکله وايي: «دې [د آلمانۍ د وژل کیدو پیښې] دا وښوده چې په افغانستان کې امنیت نه شته.»
په عین وخت کې بوکهاردت نیوکه کوي چې «د آلمان د فدرال حکومت چارواکي او د دې هیواد ایالتونه په افغانستان کې خطرناک امنیتي حالت له پامه غورځوي او [برعکس] د ښه امنیتي حالت په هکله خبرې کوي.»
د پرو ازول سازمان عامل مدیر همدا راز ټینګار کوي چې د هغه څه برعکس چې د آلمان فدرال حکومت یې څرګندوي، په هغه هیواد [افغانستان] کې هیڅ خوندي سیمه نه شته. هغه وايي: «هغوی د امنیتي حالت په هکله یو خیالي انځور وړاندې کوي چې دغه انځور له حقیقت سره ډیر واټن لري.»
بله لوري ته بیا د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتنې اداره یا «بامف» د افغانستان په هکله د ډیرو پخوانیو معلوماتو پر مټ پریکړي کوي، هغه څه چې د بورکهاردت په وینا د منلو وړ نه دي.
په افغانستان کې د خراب امنیتي حالت په هکله، د ناټو غړي هیوادونه اوسمهال پر دې سلا مشورې کوي چې افغانستان ته اضافي سرتیري ولیږي، که نه.
د یکشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خیریه سازمان د آلمانۍ کارکوونکې د وژل کیدو پیښې یو ځل بیا په آلمان کې د افغانستان د امنیتي حالت په هکله بحثونه راپارولي دي.
(dpa/ KH)
زموږ له ارشيف څخه:
له جرمني څخه کابل ته د اخراج سوو افغان مهاجرو انځورونه
د هغو ۵۰ تنو افغان مهاجرو له ډلي څخه چي پتېيل سوې وه له جرمني څخه افغانستان ته اخراج سي ۲۶ کسان ئې کابل ته رسېدلي دي. دا دوهم وار دئ چي له جرمني څخه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر اخراجيږي. انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar د کابل نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلي افغان مهاجر په نااميدۍ سره له هوايي ډگره وځي. دوی باید اوس خپل ژوند له صفره پيل کړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar د جرمني له فرانکفورت هوايي ډگره د افغان مهاجرو د انتقال الوتکه. دوی د دوشنبې په ماښام په دغه الوتکه کي د کابل پر لور سپارل کړل سول.
انځور: Getty Images/AFP/D. Roland د دغو مهاجرو الوتکه د سه شنبې په ورځ سهار وختي د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي کښيناستله.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs دغه اخراج سوي مهاجر د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي افغان پوليسو ته وسپارل سول.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs د دغو اخراج سويو افغانان مهاجرو هويت د کابل په هوايي ډگر کي يووار بيا وڅېړل سو.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs کابل ته رسېدلي افغان مهاجر
انځور: picture-alliance/dpa/C. Röhrs دا دوهم وار دی چي له جرمني څخه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته لېږل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar د جرمني حکومت په دې نظر دی چي په افغانستان کي له امنيتي پوله د ډاډ وړ داسي سيمي سته چي دغه کسان پکښې ژوند وکړي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar په جرمني کي په وارو وار د افغان مهاجرو د اخراج پرضد مظاهرې سوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/D. ROland دا په جرمني کي د يوه افغان هندو د اخراج پرضد مظاهرې انځور دئ.
انځور: Getty Images/AFP/D. Roland په دې انځور کي هغه رد سوي افغان مهاجر د کابل په نړيوال هوايي ډگر کي ښکاري چي نژدې يوه مياشت مخکي اخراج سول.
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossaini له جرمني څخه اخراج سوي افغان مهاجر وايي چي په افغانستان کي له دوی سره هيڅ ډول مرسته نه ده سوې.
انځور: Picture-Alliance/AP Photos/M. Hossaini په جرمني کي د هغو افغانانو شمېر زيات سوی چي د اخراج له ويري ئې کليساوو ته پناه وړې ده.
انځور: Getty Images/AFP/C. Bilan
مونشن ـ د افغان مهاجرو پر اخراج اعتراضونه
آلمان کې د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج خبره لا هم توده ده، ورسره جوخت د اخراج لړۍ هم ادامه لري. د افغان مهاجرو د څلورمې ډلې اخراج، د مونش له هوايي ډګر څخه د اعتراضونه سره مل ترسره شو. انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/S. Babbar په لسونو تنه آلمان څخه د افغان مهاجرو د ډلیز اخراج په اعتراض کې د مونشن هوايي ډګر مخ ته راټول شول. د اعتراض کونکو لخوا په يوه شعار ليکل شوي دي:« افغانستان ته اخراج ودروئ».
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/S. Babbar ډیری آلمانيان، افغانستان ته د افغان مهاجرو له اخراج سره مخالف دي. دوی افغانستان يو امن هيواد نه بولي. د دغه انځور پر غټ شعار ليکل شوي دي: « اخراج د مرګ له سزا سره برابر دی».
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/S. Babbar اروپا کې د مهاجرت له بحران سره ډیرې ستونزې راولاړې شوي دي، خو لا هم ډیری خلک مهاجرو ته ښه راغلاست وايي. دغه سړی په لاس کې يو شعار لري چې پرې لیکل شوي دي: « آیا افغانستان ته اخراج د تیار مرګ سره مرسته نده».
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS.com/S. Babbar آلمان کې د افغان مهاجرو د اخراج سره په مخالفت کې زياتې مظاهرې وشوې، خو د هغو سربيره څلورمه ډله کې هم ۱۵ تنه رد شوي افغان مهاجر کابل ته واستول شول.
انځور: Sirat آلماني چارواکي وايي اخراج سوي هغه افغان مهاجر دي چې د درو محکمو لخوا یې د رد څوابونه ترلاسه کړي دي. دوي نور په آلمان کې د پاتې کيدو چانس نلرود.
انځور: Sirat عبيد (د منځ کس) وروسته له ۷ کلونو له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی. هغه دويچه ویله ته وويل: «خوشاله يم چې وروسته له اوو کلونو خپل وطن ته راګرځيدلی یم».
انځور: Sirat تير ژوند نه ناراض راتلوکې څخه ويره خو عبيد افغانستان کې د خپلې راتلونکې په هکله ډاډمن ندی او نه پوهيږي چې څه وکړي. هغه وايي آلمان کې۷ کاله ژوند عبث تير شول، ځکه نه ورته د تعلیم چانس برابر شو او نه هم تابعت ورکړل شو.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Jawad افغانستان کې د ناامنيو په زياتيدو سره جوخت، اروپا کې د افغان مهاجرو د اخراج سره هم مخالفتونه زيات شوي دي. د کابل پر پوځي روغتون بريد نه وروسته په اروپايي رسنيو کې يو ځل بیا د افغان مهاجرو د اخراج پر مسئله بحثونه تاوده شوي دي.
انځور: Reuters/M. Ismail ملکي تلفات او د مهاجرت بحثونه د افغانستان په ناامنيو کې د ملکيانو د تلفاتو زياتيدل په اروپايي رسنيو کې يو بل جلا بحث دی. دغه بحث د افغان مهاجرو د اخراج له مسئلې سره تړلی دی. اروپا کې د اخراج مخالفان افغانستان ناامن او د اخراج لپاره یې مساعد نبولي.
انځور: Reuters/M. Ismail د افغانانو اخراج له کوم ځایه پیل شول تير کال افغان چارواکو له اروپايي ټولنې سره يوه موافقتنامه امضا کړه چې له مخې يې د افغان مهاجرو د اخراج مسئله آسانه کړه. په ورستيو ورځو کې د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير وویل، هغه هيوادونه چې د خپلو مهاجرو له منلو څخه ډډه کوي د مالي مرستو له کمښت سره به مخ شي. دغه آلمانی سياستوال وايي چې افغانستان کې داسې امن سيمې شته چې اخراج ورته کيدای شي.
انځور: picture alliance/dpa/B. von Jutrczenka