افغانستان د نوو تجارتي لارو په موندنه کې څومره بریالی شوی؟
۱۴۰۴ آذر ۲, یکشنبه
تیره اونۍ د طالبانو په اداره کې د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر افغان سوداګرو ته وویل: «د سوداګرۍ مسیر د پاکستان پر ځای د نورو بدیلو لارو په طرف واړوئ»
پاکستان د څلورو خواو په وچه کې د ایسار افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی. د نړیوال بانک په حواله پاکستان خپل دغه ګاونډي هیواد ته وریجې، درمل او اومه مواد صادروي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴م کال کې د افغانستان ۴۵ سلنه صادرات پاکستان ته شوي دي.
له دې جملې څخه له ۷۰ سلنې ډیر یعنې د ۱،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت یې کرنیز محصولات ول چې زر خرابیږي، لکه انځر، پسته، انګور، انار او داسې نور..
د اکتوبر په ۱۲ نیټه د پاکستان او افغانستان ترمنځ له نښتو وروسته د سرحدونو د بندیدو پر مهال په سلګونو لاریو کې د افغانستان میوې خثی او لمنځه لاړې. د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې په حواله دواړو خوا ته له ۱۰۰ میلیونه ډالرو ډیر زیان اوښتی او ۲۵ زره سرحدي کارګر اغیزمن شوي دي.
افغانستان ایران، منځني اسیا او هند ته مخ اړولی دی
د هرات د سوداګرۍ خونې مشر محمد یوسف امین په خبره د اکتوبر له ۱۵ راهیسې له ایران او ترکمنستان سره په سوداګرۍ کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه زیاتوالی رامنځته شوی دی. تیره میاشت افغانستان د لومړي ځل له پاره روسیې ته مڼې او انار واستول. روسیه د نړۍ یوازنی هیواد دی چې په کابل کې یې د طالبانو ادرې حکومت په رسمیت پيژندلی دی.
د هند د ۱،۴ میلیارده مصروفوونکو بازار هم افغانستان را جلب کړی دی. د تیرې یکشنبې په ورځ افغان اریانا هوایي شرکت هم د سوداګریزو توکو له پاره خپلې بیې راکمې کړلې او د جمعې په ورځ بیا ډهلي او کابل د هوایي کارګو خدماتو د پیلولو اعلان وکړ.
د افغانستان ستونزې
خو د اقتصادي چارو کارپوه او د پیسو نړیوال صندوق پخوانی مشاور طارق فرهادي وایي: «افغانستان سړې خونې نه لري، له همدې امله صادرول یوازنۍ لاره ده، هغه هم زر تر زره چې میوې خرابې نه شي.»
په کابل کې د طالبانو اداره د چابهار بندر د پاکستان د سویلي بندرونو بدیل ګڼي، خو د فرهادي په خبره دغه بندر لیري، قیمته او د امریکا د بندیزونو لاندې دی.
دواړه هیوادونه یو بل ته اړتیا لري
فرهادي وایي: «د دواړو هیوادونو له پاره بهتره ده چې دغه تجارتي جګړه ختمه کړي. دا دواړه یو بل ته محتاج دي.»
افغانستان د پاکستان ۲۴۰ میلیونه مستحلکینو بازار او سمندري لاس رسي ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې پاکستان منځنۍ اسیا ته د رسیدو له پاره د افغانستان ترانزیټي لارو ته ضرورت لري.
پاکستان وایي چې د سرحدونو له بندیدلو سره د ترهګرو د تګ راتګ مخه نیول کیږي، خو له دې سره اقتصاد هم اغیزمن کیږي. په پيښور کې د افغانستان میوې نه لیدل کیږي، په داسې حال کې چې انګور څلور برابره او رومیان دوه برابره قیمته شوي دي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې د دوشنبې په ورځ د اسلام آباد له حکومت څخه د بیړني اقدام کولو غوښتنه وکړه. نوموړې ادارې خبرداری ورکړ چې افغانستان او مرکزي اسیا ته تلونکي په زرګونو کانتینرونه د پاکستان په بندرونو کې بند پاتې دي او دا هره ورځ له ۱۵۰ تر ۲۰۰ ډالرو پورې جریمه کیږي.
په چمن یا سپین بولدک سرحد کې د یوې لارې چې بوره او غوړي په کې بار دي، ډریور نعیم شاه وایي: «له یوې میاشتې راهیسې مې تنخوا نه ده ترلاسه کړې، که سرحد خلاص نه شي، نو مونږ به برباد شو.»