د نن ورځې په دې لوبه کې مجیب ځدراڼ یو ځل بیا هم د ویسټ انډیز د تکړه توپ وهونکي کریس ګیل ویکټه ترلاسه کړه. مجیب په دې سیالۍ کې وکولی شول چې د خپلې ښکلې توپ اچونې پر مټ د ویسټ انډیز څلور لوبغاړي وسوځوي. راشد خان، شرف الدین اشرف او دولت ځدراڼ یوه یوه ویکټ او ګلبدین نائب بیا دوه ویکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان د غوره بالینګ له کبله ویسټ انډیز افغانستان ته په ۴۶.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو د ۲۰۴ منډو هدف وټاکو. د افغانستان له لوري د شهزاد محمدي جالبې او چټکې لوبې د مبصرینو او تماشاچیانو زړه خپل کړ او نوموړي وکولی شول چې په ۹۳ توپونو ۸۴ منډې وکړي. رحمت شاه ۵۱، نائب ۱۴، سمیع الله شینواري ۲۰ او محمد نبي بیا چټکې ۲۷ مڼدې ترسره کړې. د محمد نبي په ۳ پرله پسې هسکو شپږیزو سره په ۴۰،۴ اور کې افغانستان ټاکلی هدف پوره کړ او په دې توګه یې د دې سیاليو اتلولي هم خپله کړه.
په ورته وخت کې راشد خان په یو ورځنیو لوبو کې یو بل ریکارډ هم په خپل نامه ثبت کړ. راشد خان وکولای شول چې یوازې په ۴۴ لوبو کې ۱۰۰ ویکټې واخلي او په دې توګه تر آسترالیايي میچل سټارک مخکې شو او دغه ریکارډ یې خپل کړ. میچل سټارک په ۵۲ لوبو کې او د پاکستان پخواني لوبغاړي سقلین مشتاق بیا په ۵۳ لوبو کې ۱۰۰ ویکټې ترلاسه کړې وې.
پر ورته موضوع زموږ له ارشیف څخه یو انځوریز البوم:
د کريکټ په ټيسټ لوبو کې چا لس زره منډي پوره کړي؟
يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې د کريکټ په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډې جوړي کړي. آيا تاسې پوهيږئ چې د يونس خان د مخه د نړي نورو کومو لوبغاړو دومره ډير رنزونه کړي دي؟
انځور: N. Naamani/AFP/Getty Imagesبراين لارا د هغو لوبغاړو په سر کې راځي چې په لږ لوبو کې یې لس زره منډي پوره کړي دي. ده په ۱۱۱ لوبه کې دا مقام خپل کړ. په دې موخه لارا ۱۹۵ اننګز (نوبت) ولوبول.
انځور: Picture-Alliance/Photoshotد کرکيټ د نړۍ يوه ډير ښه توب وهونکي سچن تندولکر په کلکته کې د ۲۰۰۵م کال د مارچ پر۱۶نيټه له پاکستان سره د يوې لوبې پر وخت په انفرادي توګه د لس زرو پاته منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۱۲۱ ټيسټ لوبه او ۱۹۵ اننګز (نوبت) وو. تندولګر د ۱۹۸۹م کال د نوامبر پر ۱۵ نيټه په لومړي ځل په ټيسټ ميچ کې لوبيدلی وو.
انځور: APد سريلانکا د ټيسټ لوبو ستوري کمارا سنګا په خپله ۱۵۹ ټيسټ لوبه کې لس زره منډي پوره کړې. دی د استرليا په ملبورن کې دې هدف ته ورسيد. دا د ۲۰۱۲م کال د دسمبر ۲۶ نيټه وه.
انځور: APرکي پونټنګ د ۲۰۰۸ م کال د مي پر ۳۰ نيټه په نارت ساونډ کې له ويست اندیز سره په لوبه کې د لسو زرو منډو پاته برخه پوره کړه. ده دا هدف د ۱۱۸ ميچو په پر وخت د ۱۹۶ اننګز په لوبولو سره ترلاسه کړ.
انځور: APپه ۲۰۰۸ م کال کې راهول دراوډ په چنايي کې له سويلي افریقا سره په يوه لوبه کې خپل لس زره منډې پوره کړې. د توپ ويشتونکو مخې ته د «ديوال» په نوم شهرت لرونکي دې لوبغاړي په ۱۲۰ لوبو کې د ۲۰۶ اننګز تر لوبولو وروسته دغه هدف ترلاسه کړ.
انځور: APد خيبر پښتونخوا د مردان سيمې يونس خان لومړی پاکستانی لوبغاړی دی چې همدا څو ورځې ترمخه يعني د اپريل پر ۲۱ نيټه یې په کنګستن کې له ويست اندیز سره په لوبه کې خپلې لس زره منډې پوره کړې. دا د نوموړي ۱۱۶ لوبه او ۱۰۸ اننګز وو. يونس خان د ۲۰۰۰م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه په ټيسټ لوبو پیل وکړ.
انځور: APمهيلا جی وردنې د ۲۰۱۱م کال د دستمبر پر ۲۶ نيټه په دربن کې لس زره رنز پوره کړل. دا د نوموړي ۱۲۷ لوبه او ۲۱۰ اننګز وو. جی وردنې په ۱۹۹۷م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
انځور: APسنيل ګواسکر لومړی لوبغاړی دی چې په ټيسټ لوبو کې یې لس زره منډي جوړې کړي. دې تکړه توپ وهونکي د ۱۹۸۷م کال په مارچ مياشت کې په احمد آباد کې له پاکستان سره په يوه لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۲۴ ټيسټ لوبو کې لس زره منډې پوره کړې.
انځور: APتکړه آل راونډر ژاک کيلس په يوهانسبورګ کې له استرليا سره په يوه لوبه کې چې د ۲۰۰۹ م کال د فيبرورۍ پر ۲۶ نيټه وه لس زره منډي پوره کړې. دا د نوموړي ۲۱۷ اننګز او ۱۲۹ لوبه وه. کيلس په ۱۹۹۵م کال کي په ټيسټ لوبو پيل وکړ.
انځور: Reutersبريتانوي توپ وهونکي کک د ۲۰۱۶م کال په مي میاشت کې له سريلانکا سره د لوبې پرمهال خپل لس زره رنز پوره کړل. کک په ۲۰۰۶م کال کې په ټيسټ لوبو پیل کړی وو.
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkarايلن باردر چې په ډيرو کاميابو کپتانانو کې شميرل کيږي، د ۱۹۹۳م کال په جنورۍ مياشت کې یې د سدني په لوبغالي کې له ويست اندیز سره په لوبه کې لس زره منډې پوره کړې. ده په ۲۳۵ اننګز يا (نوبتونو) کې دا هدف تر لاسه کړ او هغه مهال دې هدف ته رسيدونکی دويم لوبغاړو شو. ده په ۱۹۷۸ م کال کې ټيسټ لوبي پيل کړي وې.
انځور: Getty Imagesشيو ناراين چندرپال، ويست اندیز
شيو ناراين چندرپال د ۲۰۱۲م کال د اپريل پر ۲۳ نيټه دې هدف ته ورسيد. په روسو کې له استرليا سره په لوبه کې نوموړی د لس زرو رنزو جوړونکو په کتار کې ودريد. دا د هغه ۱۴۰ لوبه او ۲۳۹ نوبت وو.
انځور: APد استرليا دې آل راونډر د ۲۰۰۳م کال د جنورۍ پر۲ نيټه د سدني په لوبغالي کې له بريتانيا سره په لوبه کې دا هدف ترلاسه کړ. ده په تر ټولو زياتو يعني ۲۴۴ اننګز کې تر لوبيدو وروسته لس زره منډې پوره کړې.
انځور: AP