1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فنلنډ تر ټولو نیکمرغه او افغانستان تر ټولو بدمرغه هېواد؟

۱۴۰۰ اسفند ۲۸, شنبه

فنلنډ په پنځم پر له پسې کال د نړۍ نېکمرغه هېواد وټاکل شو. افغانستان بيا تر ټولو بدمرغه هېواد بلل شوی دی. تر افغانستان وروسته لبنان بیا تر ټولو غمجن هیواد بلل شوی دی.

Flash-Galerie Stimmung in Afghanistan
انځور: picture alliance/dpa

د ملګرو ملتونو په ملاتړ د يوه کلني رپوټ په فهرست کې افغانستان او ورپسې لبنان د نړۍ تر ټولو بدمرغه یا غمجن هېوادونه بلل شوي دي. فنلنډ په دغه ليست کې په پنځم ځل تر ټولو نېکمرغه یا خوشحاله هېواد وبلل شو. دغه ليست د روسيې له خوا د اوکراين تر اشغال مخکې بشپړ شوی وو. بلغاريې، رومانيا او صربستان د ښه والي په لور تر ټولو ستر پرمختګونه کړي دي، په داسې حال کې چې د جمعې په ورځ د خپاره شوي ليست په حواله لبنان، وينزويلا او افغانستان تر ټولو ستر شاتګ کړی دی.

لبنان چې د اقتصادي کړکېچ سره مخامخ دی له ۱۴۶ هېوادونو څخه يې دويم وروستی ځای خپل کړی او له زيمبابوې پر لاندې مقام راغلی دی. جګړه ځپلی افغانستان چې تېر کال لا د ليست په وروستي ځای کې يې هم قرار درلود، سږ کال له لا ژور بشري ناورين سره مخامخ شوی چې کله طالبان تېر اګست کې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې قدرت ته رسېدلي دي. د ليست يوه ليکونکي، يان ايمانويل دې نېوې، وويل چې »دغه [فهرست] سړي ته هغه مادي او غيرمادي ويجاړي په يادوي چې جګړه يې خپلو ډېرو قربانيانو ته اړوي.«

فنلنډ ښکلی طبيعت او خپلو وګړو ته ډېر ښه ټولنيز خدمات لريانځور: Westend61/ imago images

د نړۍ د خوشحالۍ فهرست اوس په لسم وار خپريږي چې د خلکو له خوا د نېکمرغۍ د ارزونې او د اقتصادي او ټولنيزو ارقامو په بنياد جوړيږي. د خوشحالۍ فهرست له صفر څخه تر لسو پورې نومرې لري چې د درو کلونو په ترڅ کې د راټولو شوو اوسط ارقامو په بنياد ورکول کيږي. د شمالي اروپا هېوادونه يو ځل بيا ډېر مخکښه دي، چې تر فنلنډ وروسته ډنمارک راځي، ورپسې آيسلنډ، سويس او هالنډ بیا یو په بل پسې خوشاله هیوادونه یاد شوي دي. د امريکا متحده آيالات درې ځايه مخکې شوي چې شپاړسم مقام يې نيولی او له بريتانيې څخه اوس يو ځای مخکې دي. فرانسه په شلم ځای کې قرار لري چې تر دې دمه يې تر ټولو لوړ مقام دی.  

ن.ص./ا.خ.ح.(AFP)