1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ولسمشرۍ ټاکني ښايي په اپريل کې وشي

۱۳۹۷ مرداد ۹, سه‌شنبه

یوه افغان چارواکي د سه شنبې په ورځ رویترز خبري آژانس ته ويلي دي چې د راتلونکي کال د اپریل میاشتې پر ۲۰مه نیټه به په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې وشي.

Afghanistan Wahlen Stimmen werden neu ausgezählt
انځور: Reuters

د ولسمشریزو ټاکنو د نیټې په اړه په داسې وخت کې څرګندونې کیږي چې افغانستان همدا اوس په اکتوبر میاشت کې د پارلماني ټاکنو له پاره چمتوالی نیسي. خو پر دغو ټاکنو باندې لا وختي د درغلیو تورونه لګول شوي دي او یو شمیر سیاسي ګوندونه وایي چې لا وختي د درغلیو له پاره لاره اواره شوې ده.

د ولسمشریزو ټاکنو له پاره نوماندان تر نوامبر میاشتې پورې د نوم ثبتولو اجازه نه لري، خو همدا اوس لا سیاسي ډلې سیاسي مانورونه کوي چې راتلونکو ټاکنو ته چمتوالی نیسي. تمه کیږي چې ولسمشر غني به هم د یوې دویمې دورې له پاره ځان کانديد کړي.

افغانستان وروستی ځل په ۲۰۱۴م کال کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کړي چې په پایله کې یې دواړو مخکښو کانديدانو د بریا ادعا وکړه او هیواد له یوه کړکیچ سره مخامخ شو.

د ټاکنو په اړه جنجالونه یوازې تر هغه وروسته پای ته ورسیدل چې د امریکا متحدو ایالاتو د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، افغانستان ته راغی او د دواړو کانديدانو تر منځ یې د یوه تړون په رامنځ ته کولو سره د ملي یووالي حکومت جوړ کړ.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب