1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یو آسترالیایي سرتیر وژل شوی دی

۱۳۹۱ آبان ۱, دوشنبه

په افغانستان کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې یو آسترالیایي سرتیری وژل شوی دی. دغه خبر د آسترالیا پوځي چارواکو ورکړی دی. د آسترالیا د دفاع وزیر جنرال ډیویډ هرلي David Hurley ویلي دي: «دغه سرتیری له ماینونو څخه د یوې ودانۍ په تصفیه کولو بوخت وو چې د لاس جوړ شوی بم پرې والوت او ځای پر ځای ووژل شو.»

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې په دغه پیښه کې نورو آسترالیایي او یا هم افغان پرسونل ته کوم زیان نه دی اوښتی. هغه زیاته کړې چې دغه ځانگړي عملیات لا هم ادامه لري، نو له دې امله د ځانگړي ځای او د عملیاتو په اړه نور معلومات نه شي په ډاگه کولای. د نوموړي سرتیري په وژل کیدو سره د افغانستان په جگړه کې تر اوسه د وژل شوو آسترالیایي سرتیرو شمیر ۳۹ تنو ته رسیدلای دی. آسترالیا په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۵۰ سرتیري لري چې زیاتره یې د اورزگان په ولایت کې میشت دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب