1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د ښځو د وژنو او ځان وژنو پېښي زياتي شوي

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

طالبانو ويلي دي چې په تيرو څو ورځو کې په افغانستان کې د ښځو د وژنو او ځان وژنو په پېښو کې ډيروالی ليدلی شوی دی. دا ډول پېښي په فارياب، سمنګان، باميان او غزني ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

Symbolbild | Unterdrückung von Frauen in Afghanistan
انځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images

له افغانستان څخه په ماضي کې هم له ښځو سره د تاوتريخوالي رپوټونه ډېر ول خو واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته د دغه ډلې له خوا پر رسنيو د محدوديتونو پر وضع کولو سربيره هم په دې ډول رپوټونو کې ډېروالی ليدل شوی دی.

د طالبانو د ادارې سيمه ایزو چارواکو تائيد کړې ده چې په تېرو يوازې دريو ورځو کې څلور ښځې وژل شوي او دوو ځان وژنه کړې ده.

د ښځو د ځان وژنې او وژلو دغه پېښې په فارياب، غزني، سمنګان او باميان ولايتونو کې رامنځته شوي دي.

په فارياب کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر شمس الله محمدي د آلمان خبري آژانس ته وويل چې يوه سړي خپله وریندارې د «غير مشروع اړيکو» د درلودو په تور په ډزو وژلې او تښتيدلی دی.

نوموړي زياته کړه چې په همدغه ولايت کې يوې بلې ښځې ځان وژنه کړې چې علت یې لا معلوم نه دی.

په غزني ولايت کې يوه نارينه يوه ښځه له دې کبله وژلې ده چې هغې خپله لور د ده پر ځای له يوه بل کس سره کوژدن کړې ده. په غزني کې په يوه جلا پېښه کې يوه واده شوې نجلۍ د خپل ورور او کاکا د زوی له خوا د غير مشروع جنسي اړيکو د ټینګولو په تور وژل شوې ده. تورن هلک هم وژل شوی دی.

د طالبانو د سيمه ایزو پوليسو وياند سيد اسحاق صالح دغه دواړه پېښې تائيد کړي او زياته کړې یې ده چې په وروستۍ قضيه کې ښکيل کسان یې نيولي دي. 

د افغانستان سيمه ایزو رسنیو دا خبر هم خپور کړی دی چې په سمنګان ولایت کې يوې ښځې په روغتون کې تر هغه وروسته ساه ورکړې ده چې خاوند یې په سر په ډبره وهلې وه. د بامیانو په يوه ولسوالۍ کې بيا يوې بلې ښځې ځان وژنه کړې ده.

ب. ص/ ن. ز (dpa)