طالبانو پوهنتونو کې د ۶۷۹ کتابونو پر تدریس بندیز لګولی
۱۴۰۴ مهر ۶, یکشنبه
د طالبانو تر ادارې لاندې لوړو زده کړو وزارت په یوه رسمي امر کې چې ټولو اکاډمیک ادارو ته استول شوی، د دغې هېواد په پوهنتونونو کې پر ۶۷۹ درسي کتابونو او اکاډمیکو موادو بندیز لګولی دی. د منع شویو کتابونو لیست رسنیو ته رسیدلی دی.
د دغو منع شویو کتابونو یوه پنځوس مخیزه کاپي ډي پي اې یا د آلمان خبري اژانس ته هم رسېدلې، چې د طالبانو د لوړو زده کړو د مرستیال وزیر ضیاالرحمان اریوبي لاسلیک کړې ده.
پوهنتونونو او اکاډمیک ادارو ته استول شوي لارښود کې راغلي، چې پر دغو کتابونو د فکري، مذهبي، سیاسي او کلتوري ملاحظاتو له امله بندیز لګول شوی او تر هغې یې پر تدریس بندیز دی، چې بدیل ورته نه وي موندل شوی.
د منع شويو کتابونو منځپانګه تر ډېره پر اسلامي مطالعاتو، حقوقو، اقتصاد، ژورنالیزم، ادبیاتو، سایکالوژۍ، انجینیرۍ، درمل جوړونې، کرنې او چاپیریالي موضوعاتو ورټوله ده.
اړوند: د ښځو پر زده کړو بندیز: پر طالبانو باندي د فشار غوښتنه
په منع شویو کتابونو کې تر ډېره د ښځینه لیکوالو او ایراني کتابونه شامل دي؛ خو دا نه ده روښانه چې دغه ډله د ټولو ښځینه لیکوالو پر کتابونو بندیز لګولي که څنګه؟
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت یوه چارواکي د نوم نه بربنډولو په شرط ویلي، چې په لومړیو کې د ټولو ایراني خپروونکو او ښځینه لیکوالو پر کتابونو د بندیز وړاندیز شوی و؛ خو د ښځینه لیکوالو د کارونو بیا ارزونه روانه ده او وروستۍ پرېکړه لا نه ده شوې.
د هرات پوهنتون یوه استاد ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي، چې په لومړیو کې هغه کتابونه د بندیز موخه وه، چې له سلفي عقیدې سره تړلي وو؛ خو وروسته پکې د ډیموکراسۍ، امپریالیزم او جنسیتي مساوات سره تړلي موضوعات هم یو ځای شول.
اړوند: طالبان «د اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونه ټولوي
دغې استاد ویلي، که څه هم طالبانو پوهنتونونو ته د دغو کتابونو له بندولو وروسته بدیلې لارې نه دي ښودلي؛ خو امر شوی، چې د «اسلامي چلند» پر محتوی دې تدریس وکړي.
د طالبانو تر ادارې لاندې لوړو زده کړو وزارت ډي پي ای خبري اژانس ته په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر افغانستان د طالبانو له دویم ځل واکمنېدو وروسته دغې ډلې د مېرمنو په ګډون په بېلابېلو برخو کې بندیزونه لګولي او دا چاره لا هم روانه ده.