1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان ـ يوه ورځ د کرونا تر ټولو ډیرې مثبتې پيښې

۱۳۹۹ خرداد ۳, شنبه

افغانستان په یوه ورځ کې د کرونا ناروغۍ تر ټولو لوړې مثبتې پيښې چې تر اوسه نه وې ثبت شوې، اعلان کړې. دا په داسې حال کې چې چارواکي له يو «ناورين» څخه خبرداری ورکوي که چيرته خلک د اختر په ورځو کې په خپلو کورنو کې پاتې نشي.

Afghanistan Provinz Herat Coronavirus
انځور: DW/S. Tanha

د آلمان خبري آژانس له کابله لیکی، د رسمي ارقامو له مخې په افغانستان کې د تيرو ۲۴ ساعتونو په دننه کې د کرونا ۷۸۲ نوې مثبتې پيښې ثبت شوي دي. دا په یوه ورځ کې تر ټولو لوړ ارقام دی چې په افغانستان کې ثبتيږي.

دې سره په افغانستان کې پر دغې ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمير نژدې ۱۰ زرو ته رسيدلی دی. زياته شوې دې چې تر اوسه د ټول هيواد په کچه ۲۱۶ تنه د دغې ناروغۍ له امله مړه او څه باندې ۱۰۰۰ تنه روغ شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا لومړنۍ مثبته پيښه په فبروري مياشتې کې ثبت شوه. له هغې راهيسې په دغه هيواد کې چې شاوخوا ۳۷ ميليونه نفوس لري، د نژدې ۳۰ زره کسانو د کرونا ناروغۍ آزموينې شوي دي.

د محدودیتونو باوجود، په تیرو څو ورځو کې د کرونا ویروس د ټولو اخیستل شویو نمونو له ډلې څخه تر ۵۰ سلنه ډیرې یې مثبتې تشخیص شوي دي.

د افغانستان په روغتيايي سیستم کې شته ستونزو او بيا د کرونا د تيستونو په برخه کې لږو امکاناتو ته په کتو، د دې ويره شته چې په دغه هيواد کې دې د کرونا اصلي مثبتې پيښې تر رسمي هغو ډيرې زياتې وي.

حاضردمه په افغانستان کې د حکومت له خوا لګول شوي ټولنيز محدوديتونه، د اکثرو خلکو له خوا نه مراعاتیږيانځور: DW/F. Zahir

افغان چارواکي وايي چې په پلازمينه کابل کې به د اختر په ورځو کې سخت ټولنيز محدوديتونه وضع شي. د افغانستان په ښارونو کې د کرونا ناروغۍ تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې په کابل کې تشخیص شوي دي.

حاضردمه په افغانستان کې د حکومت له خوا لګول شوي ټولنيز محدوديتونه، د اکثرو خلکو له خوا نه مراعاتیږي. لږ شمیر کې خلک پر روغتيايي سپارښتنو عمل کوي، اکثريت نور داسې فکر کوي چې د کرونا ويروس، ډير خطرناک نه دی.

افغان چارواکي په هغه صورت کې چې خلک خلک په کورنو کې له پاتې کيدو ډډه وکړي او د اختر په شپو ورځو کې په دوديز ډول د خپلو خپلوانو کورنو ته تګ راتګ وکړي، د يوه «ناورين» له رامنځ ته کيدو څخه خبرداری ورکوي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان د عامې روغتيا وزير، فيروز الدين فیروز، په خپلو ويناو کې پر دغې مسئله ټينګار کړی دی چې پر وينا که خلک پر لازمو روغتيايي سپارښتونو او مقرراتو عمل ونه کړي نو په صورت کې به وضعيت ډير خراب شي.

آژانسونه/ م.ک.ص/ ا.

دلته پر ورته موضوع يو انځوريز البوم وګورئ!

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب