1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان ـ پر کرونا د اخته کسانو شمیر تر ۴۰۰۰ لوړ شوی

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه

د افغانستان د روغتیا وزارت اعلان کړی دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو ۲۵۳ نوي پيښې ثبت شوي دي. د روغتیا تر وزیر وروسته د کندهار والي دویم حکومتي چارواکی دی چې په کرونا ویروس اخته کیږي.

Aghanistan Herat | Coronavirus: Flüchtlinge aus dem Iran
انځور: DW/S. Tanha Shokran

د افغانستان د روغتیا وزارت د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۹مه) اعلان وکړ چې د کووید-۱۹ د ناروغانو شمیر ۴۰۳۳ تنو ته رسیدلی دی. نوموړي وزارت ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۵۲۹ مشکوکو نمونو تر معاینې وروسته په دې هیواد کې د کرونا پر ویروس د اخته کیدو ۲۵۳ نوي پيښې ثبت شوي دي.

په تیر یوه شپه او ورځ کې د ۶ کسانو له مړينې سره په افغانستان کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس د قربانیانو شمیر ۱۱۵ ته رسیدلی دی او تر اوسه پورې په مجموع کې ۵۰۲ تنه له دې ناروغۍ رغیدلي دي.

د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د معایناتو په نتیجه کې د ۲۵۳ مثبتو پيښو له ډلې، د ۷۱ پيښې په هرات، ۲۴ په بلخ، ۳۹ په ننګرهار، ۲۴ په تخار، ۲۲ په جوزجان، ۱۶ په پکتیا، ۴ په کابل او پاتې یي د افغانستان په نورو ولایتو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز چې په بدن کې يي د کرونا ویروس تشخیص شوی دی، د نوموړي وزارت په حواله روغتیایي وضعه یي ښه ده او په کور کې قرنطين دی.

په همدې منځ کې د کندهار چارواکو د دغه ولایت د والي حیات الله حیات پر کرونا ویروس د اخته کیدو خبر ورکړی دی. دوی ویلي چې د ښاغلي حیات د کرونا د معایناتو نتیجه مثبته وه او اوس د خپل کار په ځای کې قرنطين دی. ۱۰ تنه نور چې له والي سره یې تماس درلود هم قرنطين شوي دي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ا.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب