1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان له بنگله دیش، زیمبابوې او ویسټ انډیز سره لوبې کوي

۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبه

ټاکل شوې افغانستان په هندوستان کې د ویسټ انډیز پر وړاندې د دریو یو ورځنیو، دریو شل اوریزو او یوې ټیسټ لوبې کوربتوب وکړي. سربیره پر دې افغانستان به په سپتمبر کې له بنګله دیش او زیبمبابوې سره هم یو سیریز ولري.

Cricket - Afghanistan vs Westindien
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks

وروسته له هغې چې افغانستان د کریکټ د نړیوالې شورا دایمي غړیتوب ترلاسه کړ، ملي لوبډلې تیرکال د هندوستان په بنګلور ښار کې خپله لومړنۍ ټیسټ لوبه له هندوستان سره ترسره کړه چې د دوو ورځو په ترڅ کې یې د یوه اننګز او ۲۶۲ منډو په توپیر سره له هندوستان څخه ماته ومنله.

د افغانستان کریکټ بورډ خبر ورکړی چې ملي لوبډله به د روان میلادي کال په نومبر میاشت کې د دریو یو ورځنیو، درې شل اوریزو او یوې ټیسټ لوبې له پاره په هندوستان کې د ویسټ انډیز کوربتوب وکړي. دغه لوبې به د نومبر میاشتې له ۵مې نیټې پیل او د دسمبر میاشتې تر لومړۍ نیټې دوام ولري.

له ویسټ انډیز څخه تر دغه سیریز وړاندې ټاکل شوې چې د روان کال په سپتمبر میاشت کې افغان لوبډله به په بنګله دیش کې له کوربه بنګله دیش سره هم یوه ټیسټ لوبه ولري. ټاکل شوې چې تر دغه ټیسټ لوبې وروسته به د زیمبابوې، بنګله دیش او افغانستان ترمنځ یو درې اړخیز شل اوریزه سیریز هم ترسره شي.

سربیره پر دې، پرون د کریکټ بورډ په کلنۍ ناسته کې د افغانستان کریکټ بورډ په نړیوال جام کې د افغانستان د ملي لوبډلې تر پرلپسې ماتو وروسته د کریکټ بورډ د دریو لوړ پوړو چارواکو دندې وځنډولې او د پلټنې خبر یې ورکړ. د افغانستان د کریکټ بورډ چارواکو تر کلنۍ ناستې وروسته د ملي لوبډلې د منیجر نوید صیام، د کریکټ بورډ د سرپرست اجرائیه مشر اسدالله خان او د غوراوي د کمیټې د مشر دولت احمدزي دندې ځنډولي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب