افغانستان له بنگله دیش څخه لوبه وگټله
۱۳۹۲ اسفند ۱۰, شنبهکله چې د بنگه دیش لوبډلې لوبه پیل کړه یوازې په لومړیو دوو اورونو کې افغانستان د هغوی دوه لوبغاړي وسوځول او په دې ترتیب سره یې د لوبې له پیله پر بنگله دیش باندې فشار زیات کړ. په دې لوبه کې شاپور دوه، حمید حسن دوه، میرویس اشرف یو، محمد نبي دوه او سمیع الله شینوارې یو لوبغاړی وسوځاوه.
د لوبې تر پیلیدو مخکې د بندگلدیش کپتان پچه وگټله او د توپ اچولو پریکړه یې وکړه. شینواري او ستانکزي یوازې په وروستیو لسو اورونو کې ۱۰۷ منډې جوړې کړې او په دې ترتیب سره یې د افغانستان په بریا کې ډیر لوی نقش ولوبوه.
بنگله دیش تر دې مخکې هم هندوستان ته یوه لوبه بایللې وه او د دویمې لوبې له بایللو سره اوس په اسیا کپ کې تر ټولو د تیټو نمرو لرونکي لوبډله شوه. افغانستان هم پاکستان ته یوه لوبه بایللې ده. د افغانستان راتلونکې لوبه ددوشنبې په ورځ له سریلانکا سره ده چې تر دې مخکې یې د پاکستان او هندوستان لوبډلو ته ماتې ورکړې.
افغانستان د بنلگه دیش پر وړاندې لوبه کې په خپله لوبډله کې حمید حسن او کریم صادق شامل کړي ول. نورعلي چې د پاکستان پر وړاندې لوبه کې یې تر نورو افغان لوبغاړو ډیرې منډې جوړې کړې وې په ننۍ لوبه کې د خپل روغتیايي وضعیت له کبله و نه لوبید. دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان په اسیا کپ کې له پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بندگله دیش سره لوبیږي.