1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

افغانستان له بيلو هيوادونو د کروناضد واکسين غوښتنه کړې

۱۴۰۰ خرداد ۹, یکشنبه

افغانستان کې د کرونا ضد واکسین لړۍ روانه ده، خو منتقدین وايي حکومت د واکسین تطبیقولو له ټاکل شوي هدف څخه خورا وروسته پاتې دی. د چارواکو ځواب څه دی؟

Afghanistan Eröffnung Corona-Krankenhaus in Herat
آرشيف انځور: په هرات کي د کويد ۱۹ د مريضانو له پاره روغتونانځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اوس تازه له ډنمارک څخه غوښتنه کړې چې د واکسین په لېږلو کې د افغانانو مرسته وکړي.

له دغه وزارت څخه خپره شوې ویناپاڼه وايي، چې د عامي روغتیا چارسنبالي وزیر ډاکټر وحید مجروح د ډنمارک له سفیرې سره خبرې کړي. ویناپاڼې په کابل کې د ډنمارک د سفیرې ناتلیا فینبرګ Nathalia Feinbrg له خولي لیکلي: «موږ به دا مسله د خپل هېواد له مسؤلینو سره شریکه کړو ترڅو د دوی له تاییدي وروسته موږ وکولی شو چې په مستقیم ډول یوه اندازه واکسین د افغانستان د روغتیا سکتور سره مرسته وکړو.»

ډنمارک اوسمهال د کواکس موسسې یا «Covax Facility» له لارې یو څه اندازه د کورونا واکسین په مستقیم ډول اړمنو او مخ پر ودې هیوادونو سره مرسته کوي.

ایا افغانستان د واکسین کولو بهیر کې هدف ته نیږدې دی؟

نړېوالې ټولنې ژمنه کړې چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال په اوږدو کې به افغانستان سره ۱۶ میلیونه ډوزه واکسین مرسته کوي، چې په مټ به یې د افغانستان د نفوس ۲۰ سلنه وګړي واکسین شي.

د امریکا جان هاپکنز پوهنتون افغان څېړونکې ډاکټرې رابعه جلالزۍ دویچه ویله ته وویل، افغانستان له خپل دغه هدف څخه خورا ډیر لرې دی:«اوس چې مونږ د ۲۰۲۱ میلادي کال دویمې ربعي نیمايي ته هم رسېدلي یو، خو تراوسه د افغانستان یواځې ۰،۳ سلنه نفوس واکسین شوی.»

هند او چین هغه هېوادونه دي چې افغانستان سره یې د واکسینو ژمنه کړې خو ویل کیږي چې هند په خپله د کرونا بحران سخت وځاپه او د چین مرستو ته چارواکي لاهم په تمه دي.

امریکا مېشتې افغان څېړونکې ډاکټر رابعه جلالزۍ وايي، چې د کورونا واکسین رسولو موسسې کواکس هم د نړۍ بې وزله هېوادونو ته د واکسین په رسولو کې ناغیړې کړې.

اغلې جلالزۍ پر حکومت هم نېوکه لري: «حکومت هم سل په سلو کې خپله دنده نه ده ترسره کړې، حکومت سره که هرچا ژمنه کړې وي باید تعقیب کړې یې وای مثلا د روغتیا نړېوال سازمان، نړېوال بانک او یا هغه هېوادونه چې وعدي یې ورکړي دي حکومت باید ترې وپوښتي.»

ډاکټر جلالزۍ دا هم وویل چې د افغانستان له ۱۲۰ څخه تر ۱۵۰ ولسوالیو پورې د حکومت له کنترول او پوښښه  وتلي، ځکه له دغو ډېرې ولسوالۍ د طالبانو تر واک لاندې دي: «حکومت دغو ولسوالیو ته نه واکسین رسولی شي او نه هم روغتیايي خدمتونه ورسیږي.»

جلالزۍ وايي، د واکسین په اړه د خلکو ځینو باورونو هم دا پروسه سخته زیانمنه کړې: «خلک هم د واکسین په برخه کې بې اعتباره دي، ډول ډول غلطې عقیدي په دې تړاؤ لري، لکه ځینې وايي څوک چې واکسین اخلي بیا به نه شي کولای چې کوچنیان ولري او دې ورته نور غلط عقاید.»

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د روان ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه د ۲۰ سلنه افغانانو واکسین کولو ژمنه او هدف اوس هم پر ځای دی.

ددغه وزارت ویاند ډاکټر غلام دستګیر نظري دویچه ویله ته وویل، افغانستان تردې دمه ۹ سوه ۶۸ زره ډوزه واکسین ترلاسه کړی: «ټاکل شوې چې ډير ژر د چین واکسین هم ورسیږي او د رسمي مکتوبونو په اساس ټاکل شوې د کال تر پایه ۲۰ فیصده نفوس واکسین شي.»

ښاغلي نظري هم وویل چې د واکسین په ویش کې په نړېواله کچه ستره ستونزه دا رامنځته شوې چې کواکس موسسې ونه شو کړای چې واکسین په عادلانه ډول ټولو هېوادونو ته ورسوي.

د عامي روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې افغان حکومت د نړېوال او اسیايي بانکونو څخه د کورنا ضد واکسین د پېرلو بودجه هم لري، چې په مټ یې تر شپږو ډیرو هغو شرکتونو سره خبرې شوي چې د کورونا ضد واکسین تولېدوي.

افغانستان کې داسې مهال د کورونا په ضد د واکسین تطبیقولو پروسه ورو پرمخ روانه ده، چې ددغه وایروس دریمه څپه خپل خطرناک حد ته رسېدلې.

د عامي روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساتونو کې ۹۲۹ کسان په کورنا اخته شوي، ۲۵ مړه شوي او ۱۶۹ نور بیا له دې ناروغۍ رغېدلي هم دي. د تازه شمېرو له مخې، په افغانستان کې پر کورونا د اخته کسانو شمېر ۷۱ زره او ۶۹۰ کسانو ته ورسید.
 

اسماعیل شاکر – کابل

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل