1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان له لوږې سره مخامخو هیوادونو لیست کې دویم ځای نیولی

۱۴۰۲ مهر ۱, شنبه

د خوړو نړیوال پروگرام ویلي دي چې افغانستان له یوه میلیون وږو کسانو سره له «بیړنۍ لوږې» سره مخامخ لسو هیوادونو په لیست کې شامل شوی او په دې طبقه بندۍ کې یې له سوډان وروسته په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په دې وروستیو کې ویلي دي چې افغانستان له یوه میلیون وږو کسانو سره د نړۍ د هغو لسو هیوادونو په نوملړ کې شامل شوی دی چې له بیړني لوږې سره مخامخ دي. په دې طبقه بندۍ کې افغانستان تر سوډان وروسته په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

نوموړي پروګرام په افغانستان کې د بیړنۍ لوږې کړکیچ ته په اشارې سره ویلي دي چې اوس مهال افغانستان د یوه میلون داسې کسانو په درلودلو سره چې له ولږې سره مخ دي، د هغو لسو هیوادونو په کتار کې ځای نیولی دی چې له بیړنۍ ولږې سره لاس او ګریوان دي.

په هغې طبقه بندۍ کې چې د خوړو نړیوال سازمان نن د شنبې (د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر ۲۳ نیټه) په ورځ په خپل ایکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې خپره کړې ده، افغانستان وروسته له سوډان څخه په دویم مقام کې ځای نیولی دی.

سوډان، افغانستان او د کانګو جمهوریت په ترتیب سره د نړۍ هغه هیوادونه ګڼل شوي دي چې تر ټولو ډیر انسانان په کې له بیړنۍ ولږې سره مخامخ دي.

دغه ارقام په داسې یو وخت کې خپاره شوي دي چې د خوړو له نړیوال پروګرام (WFP) سربیره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان نور بنسټونه هم اړمنو کسانو ته د رسیدګۍ له پاره د بودیجې له شدید کمښتسره مخامخ دي.

څه موده مخکې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د بودیجې د کمښت له کبله (WFP) په افغانستان کې زرګونو کسانو ته د بیړنیو مرستو رسولو بهیر درولی دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل