افغانستان ماشوم سرتېري لري؟
۱۳۸۵ بهمن ۲۵, چهارشنبهد جگړو د سيمو د ماشومانو د ساتنې اوحفاظت لپاره، د 1380 هجري لمريزکال د سلواغې د مياشتې په 23 نېټه، د ملگروملتونو د جنگ د قانون د تړون اصافي پروتوکول نافذ شو. دغه پروتوکول پوځي خدمت ته د ماشومانو اوهغونويوځلميانوجلبول منع کوي، چې عمريې تر اتلسوکلونوکم وي. نوموړی پروتوکول اوس د نړۍ د 120 دولتونولخوا لاسليک شویدی.
سپکې وسلې او ماشوم سرتېري
‘ له ماشوم سرتېرونه د ناوړه گټه اخيستنې د پايته رسولونړيوال ائتلاف ‘ د ملگروملتونو د 1380 هجري لمريزکال د سلواغې د مياشتې د 23 نېټې د جنگ د قانون تړون د اضافي پروتوکول سخته پلوي کوي اواوس په ټوله نړۍ کې د هغه د عملي کېدولپاره مبارزه کوي. سربېره پردې بايد د وسلو، په ځانگړې توگه بيا د سپکووسلو، خرڅلاوپه اغېزمن ډول کنترول شي. ځکه مخصوصاًبياسپکې وسلې چې حتی د ماشومانو لخوا په ډېرې آسانۍ سره استعمالیدای شي، له ماشوم سرتېرونه د کاراخيستنې امکانات برابروي. پرنورو سربېره د آلمان فدرالي جمهوريت او د اروپايي ټولنې نورغړي هېوادونه هم دغه ډول سپکې وسلې خرڅوي او صادروي.