1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د غمجن هېواد په توګه درجه بندي شوی

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبه

د خوشبختۍ په هکله د نړیوال رپوټ له مخې چې د پنجشنبه په ورځ خپور سو، فنلنډ د تر ټولو خوشحاله او افغانستان د ډیر لږ امتیاز په لرلو سره د تر ټولو غمجن هیواد په توګه درجه بندي سو.

لیکوالانو د نړۍ په بیلابیلو نقطو کې له نورو سره د ډوډۍ د شریکولو او سوکالۍ ترمنځ  یوه قوي اړیکه پیدا کړې.
افغانستان يو ځل بيا د نړۍ د غمجن هېواد په توګه درجه بندي شویانځور: Akhtar Soomro/REUTERS

دغه رپوټ د ګالوپ د نظر پوښتنې د مؤسسې، د آکسفورډ د سوکالۍ د پلټنو د مرکز او د ملګرو ملتو د پایدارې پراختیا د حل لارو د شبکې له خوا سره په ګډه جوړ سوی او پلټونکو د ۲۰۲۲ څخه تر ۲۰۲۴م  کلونو پورې د خوشحالۍ وضعیت ارزولی دی.

د تیرو کلونو په شان د اروپا د شمال ټول هیوادونه په لسو خوشحالو هیوادونو کې شاملیږي، او له فنلنډ وروسته ځايونو په پرلسې پسې توګه ډنمارک،آیسلنډ او سویډن لري او ناروې اوم ځای خپل کړی دی.

هالنډ یو وار بیا پنځم ځای نیولی، په داسي حال کې چې کاستاریکا شپږم او مکسیکو لسم ځای خپل کړی او د لومړي ځل له پاره یې د لسو خوشحالو هیوادونو فهرست ته لار پیدا کړې. 

آلمان له ۲۴ رتبې څخه ۲۲ مې ته پورته سوی، په داسي حال کې چې امریکا متحده ایالاتو د یوې رتبې په سقوط سره، ۲۴ ځای خپل کړی. دا د خوشحالۍ په درجه بندي کې د متحده ایالاتو تر ټولو خرابه رتبه ده.

اړوند:فنلنډ یوځل بیا تر ټولو خوشحاله او افغانستان غمجن هېواد وپېژندل شو

په دغه درجه بندۍ کې ۱۴۷ هیوادونه شاملیږي چېافغانستان پکې تر ټولو وروستی مقام لري.

هغو فنلنډیانو چې ورڅخه غوښتل سوي وه تر څو خپل د ژوندانه وضعیت ته له صفر څخه تر ۱۰ پورې نومرې ورکړي، هغوی په اوسط ډول ۷،۷ نومرې ورکړې، په داسي حال کې چې افغانانو خپل د ژوند کیفیت ته ۱،۳ نومرې ورکړې.

پلټونکو ځیني کلیدي عوامل چې په مجموع کې د خلکو د خوښۍ سبب کیږي، ددغو درجه بندیو معیار ګرځولي دي، لکه ټولنیز ملاتړ، عاید، روغتیا، آزاداي او د فساد احساس.

اعتماد او یو له بل سره مهرباني د خوشبختي عوامل دي

ددغه رپوټ لیکونکو وموندله چې د نورو پر مهربانۍ باندي باور لکه مخکې چې تصور کيده، له خوښۍ سره ډیر نږدې تړاو لري.

هغوی د دغې موضوع ، چې نور کسان تاسو ته د ورکې سوې بټوې له بیرته ورکولو سره څومره لیوالتیا لري او خوښۍ ترمنځ مستقیمه اړیکه پیدا کړه. په دې برخه کی د اروپا د شمال هیوادونو د هغو پیژندل سوو هیوادونو په ډله کې دي چې د ورکو سوو پیسو د بیرته ورکولو احتمال پکې ډېر لوړ دی.

 د خوشبختۍ د رپوټ کتونکی، اقتصاد پوه، جان هلیول وایی :«د پیسو په بټوې پورې تړلې موندنې د قناعت وړ دي، له همدې کبله ټينګار کوي چې خلک په هغو ساحو کې چې فکر یې کوي، نورو کسانو ته مهربانه دي، ډیر خوشحاله  دي.»

د رپوټ یوه بل کتونکي، جفري ساکس وویل:«د پیسو د بټوې د اچولو آزموینه ددغه تصور واقعیت تأییدوي، که څه هم په ډیرو ځایونو کې په دې برخه کې بدبیني موجوده ده.» هغه زیاتوي چې د سږکال موندنې «یو اساسي حقیقت یو ځل بیا تأییدوي چې خوشبختي  په اعتماد، مهرباني او ټولنیزو اړیکو کې ریښه لري.»

هغه وویل:«دا د افرادو او اتباعو په توګه په موږ پورې اړه پیدا کوي چې دغه حیاتي حقیقت په یوه مثبت ګام واړوو او له دې لارې د ټولې نړۍ په ټولنو کې سوله، مدنیت او سوکالي پیاوړې کړو.»

لیکوالانو همدارنګه د نړۍ په بیلابیلو نقطو کې له نورو سره د ډوډۍ د شریکولو او سوکالۍ ترمنځ  یوه قوي اړیکه پیدا کړې.

د سیمون فریزر په پوهنتون کې د ټولنیزې ارواحپوهنې استادې او ددغه رپوټ کتونکې، لارا اکنین وویل:«د انسان خوشبختي له نورو سره په اړیکو کې وده کوي. په مثبتو اجتماعي اړیکو او خیریه کارونو کې ګډون، دواړه له خوشبختۍ سره اړیکه پیدا کوي.»

یوه بل لیکوال او د آکسفورد په پوهنتون کې د اقتصاد استاد، یان-امانوئل دی نیو، وویل چې نوې موندنې ددې سبب کیږي چې «موږ د عنعنوي ټاکونکو عواملو لکه روغتیا او شتمني څخه ور هاخوا نظر اچوو.»

هغه وویل:« داسي ښکاري چې له نورو سره په شريکه د ډوډۍ خوړل او پر نورو باور درلودل حتی له هغه څه نه چی تمه کیږي، لا ډیر زیات د ښه احساس سبب ګرځي. د ټولنیزې انزوا او سیاسي قطبي کیدو په دوره کې، موږ باید داسي لارې پیدا کړو ترڅو خلک یو وار بیا پر یوه میز سره راټول کړو او دغه کار زموږ د ډله ائیزې خوشحالۍ له پاره حیاتي دی.»

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل