افغانستان پاکستان ته خبرداری ورکړی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۲, دوشنبهاعلان
افغان دولت پاکستان ته خبرداری ورکړی دئ چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان د راکټونو ورول کولای شي چې د دواړو هیوادونو اړيکي ډیرې زیانمنې کړي. د ورکړل شوو راپورونو له مخې په تیرو دوو ورځو کې د کونړ ولایت د دانگام او شیگل پر ولسوالیو د پاکستان له خاروې تر درې سوو زیات راکټونو توغول شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت معین جاوید لودین د شنبې په ورځ د پاکستان سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتی وو چې د دغه مسئلې په سر ورسره وغږیږي. د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې لودین په کابل کې د اسلام آباد سفیر محمد صادق ته وویل چې د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره دغسې بریدونو ته ادامه ورکول ښایي د دواړو هیوادونو اړیکي ډیرې ترینگلې کړي. اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې دغه راپورونه سم نه دي.