1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

افغانستان پر استرالیا لوبه بايلوده؛ نبي استعفا وکړه

امید دیدار
۱۴۰۱ آبان ۱۳, جمعه

افغان لوبډلې نن خپله وروستۍ لوبه نن پر استرالیا بایلوده. تر لوبې وروسته لوبډلمشر محمد نبي عیسی ‌خېل له لوبډلمشرۍ د استعفا خبر ورکړی او لیکلي یې دي، تر دې وروسته به لوبډله کې د یوه عادي لوبغاړي په توګه لوبو ته دوام ورکړي.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی
د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړیانځور: Surjeet Yadav/AFP

هغه له افغانانو له دې امله بخښنه وغوښتله چې د ده په ټکو؛ څرنګه چې په کار وه په نړیوال جام کې یې هغسې لوبې ونه کړې.

هغه لیکلي: «ستاسو ټولو په څېر، زه او ټوله لوبډله هم خفه او غمجن یوو. له تېر یوه کال راهیسې د لوبډلې چمتووالی هم هغسې نه وو شوی، لکه څرنګه چې په کار وه. د یوه لوبډلمشر په توگه زما پرې اصرار وو او نړیوالو سیالیو ته د برابرې لوبډلي اړتيا وه او تر څنگ یې وروستیو څو سفرونو کې د بورډ د منجمنټ، غوراوي کمېټې او زما په یوه نظر نه اوسېدل هم د ټیم بیلانس ته زیان رسولی وو.»

تر اوسه د افغانستان کریکټ بورډ د لوبډلمشر محمد نبي عیسی خېل د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې په نننۍ لوبې کې د پچې له ګټلو وروسته استرالیا ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. استرالیا په شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته ۱۶۸ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان او سریلانکا تر منځ لوبهانځور: Surjeet Yadav/AFP

په توپ اچونې کې د افغانستان د لوبډلې له لوري نوین الحق د استرالیا درې، فضل الحق فاروقي دوه، راشدخان او مجیب الرحمان یو یو لوبغاړی وسوځول. د استرالیا له لوري په توپ وهنه کې ګلین مکسویل د پنځوسیزې په وهلو سره ۵۴ او میچل مارش ۴۵ منډې وکړې.

په دویمه پاڼۍ کې د افغانستان ملي لوبډلې توپ وهونکی عثمان غني په دوو او رحمان الله ګربز په ۳۰ منډو وسوځېدل. ورپسې دوو نورو لوبغاړو ګلبدین نایب ۳۹ او ابراهیم ځدران ۲۶ منډې وکړې.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلهانځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

نجیب الله ځدران چې د افغان لوبډلې د توپ وهنې ښی لاس یادېږي، د ادم ځامپا په بال کیچ اوټ او په صفر وسوځېد. په دې لوبه کې راشدخان په یوه په زړه پورې توپ وهنه کې په ۲۳ بالونو ۴۸ منډې وکړې او تر وروستي باله ناسوځېدلی پاتې شو.

افغان لوبډلې وکړای شول چې په دې لوبه کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۴ منډې جوړي کړي. استرالیا دغه لوبه د څلورو منډو په توپیر وګټله. د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د دوو مساوي او درو لوبو په بايللو سره له دغو سیالیو بهر شوه. د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی استرالیايي ګلین مکسویل ویلي: « هغوی ډېر نیږدې وو.افغانستان ډېره ښه توپ اچونه وکړه او موږ یې پاور پلی کې تر فشار لاندې راوستي وو.»

رپوټ: طالبان د ښځو ورزش منع کوي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل