1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان پلان لري د ځانگړو ځواکونو شمیر ډیر کړي

۱۳۹۶ فروردین ۹, چهارشنبه

افغانستان پلان لري چې د ځانگړو ځواکونو شمیر چې ۱۷۰۰۰ تنه دی دوه برابره ډیر کړي. د افغان چارواکو په خبره د ځانگړو ځواکونو د شمیر ډیرول د اوږدمهالې ستراتیژۍ په ترڅ کې د قطعاتو پیاوړي کول دي.

Afghanistan Armee in der Nähe von Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/Dar Yasin

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې ځانگړي ځواکونه چې د افغانستان د ۳۰۰ زره کسیز وسله وال پوځ یوه کوچنۍ برخه ده، د هیواد کابو۷۰ سلنه پوځي عملیات تر سره کوي او په دې سره پر هغوی د افغانستان درنه اتکا ښيي.

د پولیسو په گډون د افغانستان نور منظم ځواکونه زیاتره له سنگرونو څخه د دفاع له پاره ځای پر ځای شوي دي. ځانگړي ځواکونه په شمال کې له کندز څخه نیولی، په سویل کې تر هلمنده پورې له یاغیانو سره په جگړه بوخت دي او ځیني وختونه له امریکایي ځواکونو سره په گډه عملیاتو کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي دي: «زموږ کوماندویي ځواکونه به پیاوړي شي او په ښه توگه به مجهز کړل شي.»

رپوټ زیاتوي چې وزیري په دې هکله له ویلو ډډه وکړه چې دقیقا دغه شمیر به څو تنو ته ورسیږي، خو زیاته یې کړه چې د ځانگړو ځواکونو فرقه به د اردو د قل اردو له سطحې سره برابره کړل شي.

خو درې افغان او لویدیځ چارواکو د نوم د نه ښوولو په شرط له رویټرز سره په خبرو کې ویلي دي چې د اوسني پلان له مخې به د ځانگړو ځواکونو شمیر دوه برابره ډيره شي. د هغوی په خبره حکومت له بهرنیو مرسته کوونکو سره د دغو ځواکونو د تمویل او نور ملاتړ د ونډي اخیستو په هکله خبري کوي.

د ناټو ائتلافي ځواکونو ویاند جگتورن بل سېلون، ویلي دي چې په وروستیو میاشتو کې د جلب پروسې ته توجه شوي چې د هغو ځانگړو کوماندو پر ځای نوي کسان وگومارل شي چې د تیر کال په جگړه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی. خو د هغه په خبره د ځانگړو ځواکونو د شمیر زیاتولو پروسه به یو اوږده وخت ته اړتیا ولري.

سېلون، زیاته کړه: «دا به څو کلونو ته اړتیا ولري چې هغه سطحې ته ورسیږي (افغان ولسمشر اشرف) غني یې وړاندوینه کړې.» د ناټو د ویاند په خبره اوسمهال د کوماندو د جلب او د روزني چاري رواني دي.

تر کابل لږ دباندې د ځانگړو ځواکونو په روزنیز مرکز کې عسکر ډاډمن دي چې هغوی د دغه دروند کار وړتیا لري.

د ځانگړو ځواکونو قوماندان فواد کمال وایي: «زموږ له لوری د تر سره کیدونکو عملیاتو په شمیر کې ډیروالی راغلی دی او موږ به خپلې هڅې جاري وساتو.»

د ناټو روزونکي د «قاطع ملاتړ» نومې ماموریت په چوکاټ کې کار کوي. د دغه ماموریت په ترڅ کې ۱۳۰۰۰ بهرني ځواکونه په افغانستان کې مېشت دي چې تر نیمایي زیات یې امریکایان دي. دغه روزونکي د افغانستان د ځانگړو او نورو ځواکونو روزونه کوي او ځیني مهال د جگړې په ډگر کې هغوی ته سلا مشورې ورکوي.

د متحدو ایالاتو د تروریزم ضد یوه کوچنۍ قطعه هم په افغانستان کې د ترهگري شبکې القاعدې او ترهگري ډلي داعش پر ضد جنگیږي او د جگړې په ډگر کې له افغان قطعاتو سره له نزدې کار کوي.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال نیکلسن تیره میاشت ویلي ول چې په زرونو نورو روزونکو ته اړتیا ده، څو له افغان ځواکونو سره د ۱۵ کلنې جگړې په ترڅ کې د رامنځ ته شوي «بن بست» په ماتولو کې مرسته وکړي. دا هغه یو فکتور دی چې د متحدو ایالاتو نوی ولسمشر دونالد ترمپ د افغانستان په هکله د خپلې ستراتيژۍ په برخه کې پرې غور وکړي.

زموږ له ارشيف څخه: