1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په خاصو شرايطو بيا له آلمانه د مهاجرو اخراج مني

۱۳۹۹ مهر ۳۰, چهارشنبه

افغانستان غواړي د کرونا پاندیمي له امله تر څو میاشتو ځنډ وروسته، بیرته له آلمان څخه هيواد ته د مهاجرو اخراج ته اجازه ورکړي. له آلمان څخه افغانستان ته تر اوسه پوري ۹۰۷ مهاجر اخراج سوي دي.

Deutschland Protest gegen Sammelabschiebung nach Afghanistan in Düsseldorf
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen

د آلمان د رسنیو آژانس د سه شنبه په ورځ د افغانستان د مهاجرو چارو وزارت څخه معلومات تر لاسه کړي چي د ټاکلو شرایطو په پام کي نیولو سره به په راتلونکي کي د مهاجرو ستنیدل بیرته ممکن سي. خو د آلمان له خوا په دې اړه کوم مشخص تاریخ نه دی یاد سوی.

په تیرو څلورو کلونو کي د آلمان له ایالتونو او ښارونو څخه د جبري بيرته لېږلو پروسې په ۳۳ پروازونو کي ۹۰۷ نارینه مهاجر افغانستان ته استول سوي دي. افغانستان ته له آلمان څخه وروستی ډله ایز اخراج په مارچ میاشت کي عملي سو.

افغانستان ته د مهاجرو استول یوه شخړه ایزه موضوع ده. د سولې د خبرو پر پيل کیدو سربیره، د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ کړکیچ همداسي دوام لري.

په دغو شخړو کي په  تیرو لسو کلونو کي څه د پاسه ۱۰۰ زره ملکي کسان وژل سوي او یا هم ټپیان سوي دي. د دغه هیواد کمزوری اقتصاد او روغتیايي سیستم د کرونا پاندیمي له امله نور هم تر سخت فشار لاندي راغلی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په حواله په افغانستان کي پر سختو شرایطو سربیره د بشري حقونو په برخه کي پرمختګونه سوي دي.

خو افغان حکومت بیا ډیر وخت د دې توان نه لري چي د خپلو اتباعو ساتنه وکړي. په تیره بیا په هغو سیمو کي چي د طالبانو تر کنترول لاندي دي. د هیواد په ډیرو برخو کي د قومونو، جنګسالارانو او ځینو پولیسو او طالب قوماندانانو تر منځ شخړي رامنځته کیږي.

د نوموړي وزارت په حواله هغوی هر وخت د خپلو پراخو شبکو له لاري د دې توان لري چي خپل دښمنان په ټول هیواد کي پیدا او تعقیب کړي.

د کرونا پاندیمۍ له پیل راهیسي آلمان غیر اروپايي هیوادونو ته د مهاجرو استول هیڅکله په رسمي ډول په ټپه نه دي درولي.

(dpa) گ.پ/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب