1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان؛ دخوارځواکو کوچنيانو شمير کابو ۵۰ سلنه لوړ شوی

۱۴۰۱ آبان ۹, دوشنبه

د کوچنیانو د ژغورني سازمان وایي چی په افغانستان کې د لوږي د کچي په زیاتوالي سره، د جنورۍ له میاشتي څخه په خطرناکي سؤتغذي باندي د اخته کوچنیانو شمیر چی په سیارو کلینیکونو کي بستر دي، ۴۷ سلنه زیات سوی دی.

Kinder in Afghanistan
انځور: DW

د «Save the Chlidren» يا کوچنیانو د ژغورنې مرستندویه سازمان نن دوشنبه (اکتوبر ۳۱ مه) په یوه رپوټ کی ویلي چي ځینو دغو کوچنیانو، درملنی ته تر لاس رسي مخکی خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. 

په دغه رپوټ کي راغلي چي په وروستیو میاشتو کی په افغانستان کی د لوږي له سخت بحران سره د کورنیو مخامخ کیدل، د سؤتغذي د درملنی خدماتو ته تقاضا ډیره سوې ده.

د کوچنیانو د ژغورني د سازمان د شمیرو له مخي، د هغو کوچنیانو شمیر چی د سپتمبر په میاشت کي د سؤتغذي د درملني له پاره په افغانستان کی د نوموړي سازمان په سیارو کلینیکونو کي بستر سوي، څه د پاسه ۴۲۰۰ تنو ته لوړ سوی، دا په داسي حال کی چي دغه رقم د جنورۍ په میاشت کي شاوخوا ۲۵۰۰ کوچنیانو ته رسیده.  

د کوچنیانو د ژغورني سازمان د افغانستان د څانگي مشر، کریس نیامندي په دغه هیواد کي په سؤتغذي باندي د اخته کوچنیانو د وضعیت په هکله اندیښمن دی.

«په افغانستان کې د خوراکي توکو وضعیت لاپسي خراب سوی»

 هغه وایی: «بشردوستانه بنسټونه لکه د کوچنیانو د ژغورني سازمان هره ورځ د لوږي له امله د کوچنیانو د مړیني د مخنیوي په اړه هلي ځلي کوی، خو حقیقت دادی چي د مرگ له خطر سره مخامخ د ډیریو کوچنیانو د ژوند د ژغورلو له پاره چي له لوږي سره مخامخ دي، موږ په آسانۍ سره د هغوی د ټولو د ژغورلو له پاره، منابعو ته لاس رسی نلرو.»

ښاغلی نیامندي زیاتوي چي مرستندیوه سازمانونو یو کال مخکی لا په دې اړه خبرداری ورکړی وو او اوس ددې وخت رارسیدلی چي نړۍ په افغانستان کي پر دغه بحران نور سترگي پټي نه کړي او مخکی له دې چي نور کوچنیان هم ژوند له لاسه ورکړي، اقدام وکړي.

د کوچنیانو د ژغورني د سازمان په رپوټ کي راغلي چي کارپوهان هیله مند ول چي د روان کال په دوبي کي د حاصلاتو د ترلاسه کولو د فصل په رارسیدو سره به، په افغانستان کي د لوږي کچه راټیټه سي، خو د دوامداري وچکالۍ له امله، زراعتي حاصلات تر عادي حالت ډیر کم ول او د کلیو اوسیدونکي خپلو کوچنیانو ته د نفقې د برابرولو له پاره مجبور سول خپلي مځکي او حیوانات وپلوري.

د نړيوالې لوږې له کبله د مرستندويه سازمانونو خبرداری

په افغانستان کي اقتصادي سقوط هم ددغه ډول وضعیت په رامنحته کیدو کي بې اغیز نه وو چی د بیکارۍ او خوراکي موادو د بیو په لوړیدو سره، اوس ډیری کورنۍ یوازي په وچه ډوډۍ او اوبو سره د ژوندي پاته کیدو په هڅه کي دي.

د کوچنیانو د ژغورني سازمان وایی چی په افغانستان کی یې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، د اړمنو کوچنیانو د ملاتړ له پاره چی شمیر یې مخ په زیاتیدو دی، خپلي هلي ځلي زیاتي کړي دي. 

  

د کابل په یوې څنډه کی یوه بې وزلې مور له خپلو اولادو سرهانځور: Mohd Rasfan/AFP/Getty Images

د نوموړي بڼسټ د شمیرو له مخي، د تیرکال د سپتمبر راهیسي، څه د پاسه ۳ میلیونه کسان چی په هغو کي یو اشاریه ۸ میلیونه کوچنیان هم شامل دي، د هغوی د برنامو تر پوښښ لاندي راوستل سوي دي.

مخکی له دې د ملگرو ملتو د بشري مرستو د چارو د همږغي دفتر، په افغانستان کي خلکو ته د رسیدګۍ له پاره چی د نوموړي دفتر د ارقامو له مخي یې ۹۷ سلنه په بې وزلۍ کي ژوند کوي، د چټکو اقداماتو غوښتونکی سوی وو.

اوچا ویلي وه چي بیکاري، لږ معاش او د بیو لوړوالی په افغانستان کی د فقر د پراخیدو عوامل دي.

GP/BS/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب