1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په م. م کې افغانستان د اوکراین په کړکیچ کې خپله رایه کاروي

۱۴۰۰ اسفند ۱۱, چهارشنبه

پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي حملې په هکله په ملګرو ملتونو کې تر دوه ورځنۍ ځانګړې ناستې او بحثونو وروسته، ملګرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ له اوکراین څخه د روسي ځواکونو د سملاسي وتلو له پاره پر رایه اچونې توافق وکړ.

USA Annalena Baerbock UN Vollversammlung
انځور: Andrea Renault/Getty Images/AFP

په داسې حال کې چې له میانمار څخه ان تر ونزویلا پورې، دیموکراسي له ګواښ سره مخامخ ده او زور واکي مخ په ډیریدو ده، په ملګرو ملتونو کې بیا د روسیې له لوري پر اوکراین باندې د پوځي حملې په هکله خبرې کیږي. بل لوري ته بیا له اوکراین څخه زرګونه کسان د جګړو د شدت له ویرې او د خوندیتوب له پاره خپل هیواد ترک کوي.

په ملګرو ملتونو کې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي حملې په تړاو تر بحثونو وروسته اوس له اوکراین څخه د روسیې د وتلو په هکله رایه اچول کیږي. په ملګرو ملتونو کې دغه پریکړه ليک الزامي بڼه نه لري خو که چیرته هغه تصویب شي نو په نړیواله سطحه به د روسیې خلاف وکارول شي او روسیه به د انزوا خوا ته یوسي. د دې مسودې د تصویب له پاره په ملګرو ملتونو کې دوه پر درې رایه ترلاسه کول لازم دي او ټاکل شوې افغانستان به هم په دې موضوع کې خپله رایه کاروي.

انځور: KRISTOFFER JONSSON/REUTERS

پوتین د تیرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه نیټه پر اوکراین باندې پراخ پوځي برید وکړ خو روسیې بیا دغه اقدام د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې په اساس د ځان دفاع ګڼلی دی. د روسیې دغه دریځ د غربي هیوادونو له لوري رد شوی دی او د روسیې حکومت یې د ملګرو ملتونو د منشور د ۲مې مادې په ماتولو تورن کړی دی په کوم کې چې د ملګرو ملتونو غړي هیوادونه ژمن دي چې د شخړې د هواري له پاره به د ځواک څخه کار نه اخلي.

په ملګرو ملتونو کې د دغې قطعنامې متن له اوکراین سره په همغږۍ اروپايي هیوادونو چمتو کړی دی چې د معلوماتو له مخې په تیرو څو ورځو کې پکې ډیر تغیرات هم راوستل شوي دي. د مسودې په نهايي متن کې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل «غندنه نه ده شوې» بلکې اوس پر اوکراین باندې د روسیې د فدراسیون تیری د ژور غم وړ بولي. په دغه مسوده کې همدا راز د پوتین له لوري د اتومي وسلو د تیارسي د اقدام غندنه هم شوې. څه موده وړاندې روسیې خپلو اتومي وسلو ته د تیارسي امر وکړ چې په غربي هیوادونو کې یې سخت غبرګرونونه هم را وپارول.

په ملګرو ملتونو کې د دوشنبې او سه شنبې ورځو (۲۸ فبروري او ۱ د مارچ) په غونډو کې د نړۍ نیږدې ټولو مشرانو د جګړې غندنه وکړه او د پوځي شخړو د پراخیدو پر خطرونو باندې یې خبر وکړې. په دې ترڅ کې یو شمیر هیوادونو د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د خبرو پرمهال د غونډې تالار هم ترک کړ او د روسیې پر وړاندې یې اعتراض وکړ.

افغانستان هم خپله رایه کاروي

په ورته وخت کې د افغان ډپلوماتانو په حواله، ټاکل شوې چې افغانستان او میانمار به په دې غونډه کې د قطعنامې په ملاتړ رایه وکاروي. د طالبانو په حاکمیت کې افغانستان او د میانمار حکومت چې د پوځ له لوري اداره کیږي، په ملګرو ملتونو کې د پخوانیو حکومتونو د استازو په واسطه د خپلو هیوادونو استازولي کوي.

طالبانو او میانمار ملګرو ملتونو ته خپل استازي وړاندیز کړي وو خو تر اوسه پورې دغه سازمان هغوی په رسمیت نه دي پیژندلي.

د فرانسې خبري آژانس د لومړینو معلوماتو له مخې، افغانستان او میانمار چې یو ځای دی، ټاکل شوې د ممتنع یا مخالفې رايې پر ځای، د قطعنامې په ملاتړ رایه ورکړي. تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو د ټولو غړو ۱۹۳ هیوادونو له ډلې نیږدې ۱۰۰ هیوادونو یې ملاتړ کړی او اروپايي هیوادونه اوس هڅه کوي چې دغه قطعنامه تصویب کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له روسیې او اوکراین څخه غوښتي چې زغم وښيي او زیاتوي چې «ټولو لوریو ته په کار ده چې له داسې دريځونو ډډه وکړي چې د جګړې د شدت لامل کیږي.»