1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د روان کال له پیله ۷۵ تنه په اوبو کې ډوب سوي دي

پروانه علی زاده | ژباړونکې: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۵ خرداد ۱۸, دوشنبه

د طالبانو د ادارې له پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال له پیله تر اوسه د ښځو او کوچنیانو په گډون لږترلږه ۷۵ تنه په اوبو کې ډوب سوي دي.

په افغانستان کې د کونړ سیند
په اوبو کې د افغانانو د ډوبیدو پیښې د هوا په گرمیدو سره مخ په ډیریدو دي. انځور: Ed Darack/SuperStock/IMAGO

د طالبانو ترکنترول لاندې  له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې اعلان کړی دی چې د روان لمریز کال  له پیل راهیسې، په ټول افغانستان کې په اوبو کې د ډوبیدو له امله لږترلږه ۷۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په هغه ویدیویی کلیپ کې چې  له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې ویاند، یوسف حماد نن دوشنبې د جوزا پر اتلسمه پر خپله ایکس شبکه خپور کړی، راغلي دي چې د قربانیانو په ډله کې ۴۱ کوچنیان او ۷ ښځې هم شاملې وې.

نوموړي په دې اړه چې قربانیان تر ډیره له کومو ولایتونو وو او د هغوی د ډوبیدو علت څه و، څه نه دي ویلي.

په اوبو کې د افغانانو د ډوبیدو پیښې دهوا په گرمیدوسره مخ په ډیریدو دي. د کارپوهانو په خبره، په افغانستان کې د ډوبیدو زیاتره پیښې د ناپوهۍ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي، ځکه یو شمیر خلک د تفریح له پاره بندونو او رودونو ته ځي او هغه کسان چې لامبو یې زده نه وي، هم په لامبو وهلو پیل کوي.

 د طالبانود حکومت له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې ویاند له خلکو غوښتي دي چې د گرمۍ د موسم په رانیژدې کیدو او په رودونو او سیندونو کې د اوبو په زیاتیدو سره، له سیندونو څخه د تیریدو پر مهال د خوندیتوب مسائل په پام کې ونیسي او د سیلابونو او توفانونوپروخت، خطرناکو ځایونو ته له تلو ډډه وکړي.

دغه خبر په داسې وخت کې خپریږي چې په دا وروستیو کې په افغانستان کې په اوبو او رودونو کې د ډوبیدو له څو پیښو څخه رپوټ ورکړل سوی دی. د رپوټونو له مخې، په وروستیو تیرو ورځو کې د ننگرهار ولایت په مرکز یوه سیند کې درې تنکي ځوانان د لامبو پرمهال ډوب سوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب