1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د کرونا د مثتبو پېښو شمير تر ۲۱ زرو لوړ شوی

۱۳۹۹ خرداد ۲۰, سه‌شنبه

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت اعلان کړی، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۵۴۴ تنه نوي په کرونا اخته سوي او ۱۵ تنه نور ورڅخه مړه سوي دي. په دې ډول په کرونا د اخته سوو کسانو تعداد ۲۱۴۵۹ تنو ته لوړ سوی.

Afghanistan Herat | Coronavirus | Krankenhaus & COVID-19
انځور: DW/S. Tanha

د افغانستان د صحت عامې وزارت په دغه هیواد کي په کرونا اخته سوو کسانو تعداد د لوړیدو څخه خبر ورکړی دی. د دغه وزارت ویاند، ډاکتر وحید مجروح د حکومت د رسنیو په مرکز کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال ویلي دي، چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کي ۵۴۴ تنه نوي په کرونا اخته سوي او ۱۵ تنه ورڅخه مړه سوي دي. په دې ډول سره د کرونا څخه د مړو سوو کسانو تعداد اوس ۳۸۴ تنو ته لوړ سوی دی. ۲۶۰۰ تنه په روغتونو کي جوړ سوي هم دي.

وزارت همدارنګه ویلي دي، چي تقریبأ ۸۵ فیصده مبتلایان جدي علایم نه لري ، خو هغوی کیدلای سی نورو انسانانو ته د کرونا ویروس انتقال کړي، چي خصوصأ زړو خلګو ته یې خطر ډیریدلای سي. په همدې دلیل د فاصلې مراعتول ، د ماسکونو اغوستل او لاسو منظم پریولل ډیر مهم دي.

د کرونا د ټست محدودیت او اکسیجن د ډبو کمبود

د کرونا ویروس په شیوع او ډیرو کسانو تر اخته کیدو وروسته افغانستان د تشخیصولو د کیټونو د کمبود سره مخامخ دی. د صحت عامې وزارت دا مني، چي په کرونا د اخته مشکوکو کسانو د ټست د کمبود سره هم مخامخ دي.
د کرونا د ټست پر کمبود سربیره افغانستان د اکسیجن ډبو د کمبود سره هم مخامخ دی، چي دا په روغتونو کي د ډیرو مریضانو د مرګ سبب ګرځي. وزارت وايي، چي که څه هم په ځینو صحي مرکزونو کي د اکسیجن ډبو د کمبود تشویش موجود دی، خو خلګ په انفرادي ډول سره د اکسیجن ډبې رانیسي او په کورو کي یې ذخیره کوي.

په همدې حال کي حکومت اعلان کړی دی، چي د ګازو او اکسیجن ۶ داخلي شرکتونه د جاپان-افغان، جمهوریت، جناح او ځینو نورو روغتونونو اکمالات پوره کوي. خو د صحت عامې وزارت وايي، چي دغه شرکتونه باید چي د ګازو او اکسیجن ډبو تولیداتو ظرفیت نورهم لوړ کړي. مګر دغه شرکتونه بیا د ډيرو مشکلاتو، هغې جملې څخه د اومو موادو د برابرولو د اسانتیاوو او خارج څخه د تخنیکي سامان الاتو د راواردولو د مشکل سره مخامخ دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب