په افغانستان کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر ورځ تر بلې مخ پر ډریدو دی. د افغانستان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د اپريل ۶مه) اعلان وکړ چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هرات او کابل ولایتونو کې ۳ تنو د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او ۳۰ نوي مثبتې پيښې ثبت شوي دي.
د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې په دغه هیواد کې د کوویدـ۱۹ پر ناروغۍ د اخته کسانو شمیر۳۶۷ تنو ته رسیدلی دی او د یوه داکتر په ګډون ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۸ تنه نور بیا له دې ناروغۍ رغیدلي دي.
د افغانستان د روغتیا وزارت په حواله د کرونا تر ټولو ډيرې مثبتې پيښې په کابل او هرات ولایتونو کې ثبت شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې هغه داکتر چې د کرونا ناروغۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی د کابل په یوه شخصي روغتون کې یي کار کاوه.
د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي چې د دې روغتون مسئولینو د دې پر ځای چې دغه داکتر یې د کرونا ویروس د ناروغانو له پاره مشخص کړای شوي روغتون ته ور وستلی وای، پخپله یي د هغه د درملنې هڅه کړې وه چې د همدې بی پروایې په پایله کې یي ژوند له لاسه ورکړی دی.
مایار زیاتوي د دې روغتون ۲۰ تنه نور داکتران او روغتیایي کارکونکي چې له دې داکتر سره په تماس کې وو، مشکوک ګڼل شوي او ټیسټونه یي اخیستل شوي دي.
کرونا او د افغانستان تړلي او خالي ښارونه
په افغانستان کې د کرونا ويروس د مثبتو پيښو په ډيريدو سره حکومت په ځينو ولايتونو کې د دوکانونو تړلو امر کړی او خلکو ته سپارښتنه شوې چې په خپلو کورنو کې پاتې شي. خلک دغه امر څومره رعایتوي. د درو ښارونو انځورنه وګورئ!
انځور: DW/M. Spesalay کندهار يو د هغو ولایتونو څخه دی چې د کرونا ويروس مثبتې پيښې په کې ثبت شوي دي.
انځور: DW/M. Spesalay په کندهار ښار کي له شنبې ورځي راهیسي د کرونا د وژونکی ناروغۍ د مخنیوي په موخه پر کاروبار محدودیت لګول شوی دی.
انځور: DW/M. Spesalay لوېې مغازې او مارکيټونه ټول بند دي.
انځور: DW/M. Spesalay په دغو ورځو کې به په کندهار ښار کې یوازي د خوراکي توکو، سبزیجاتو او نان وایانو دوکانونه پرانیستي وي.
انځور: DW/M. Spesalay سربيره پر دې چې خلک یو مخ په خپلو کورونو کې ناست دي، خو د ښار په هره برخه کي نقليه وسايط ليدل کيږي.
انځور: DW/M. Spesalay په دې منځ کې يوه کندهاري ځوان د بندو دوکانونو مخې ته د لارې په سر خوليانې د خرڅلاو له پاره ايښي دي. خالي بازار ورته ښه موقع په لاس ورکړې خو بازار له مشتریانو هم خالي دي.
انځور: DW/M. Spesalay د کونړ ولايت مرکز اسد آباد
د قرنطین په دویمه ورځ د کونړ د مرکز اسدآباد ښار په شهیدانو چوک کې د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه.
انځور: DW/O. Deedar د کونړ ولايت چارواکي د اسعد آباد ښار ته رواتلي او خلکو په کورونو کې پاتې کيدو سپارښتنه کوي.
انځور: DW/O. Deedar قرنطين او د خلکو اوږود کتار
ټول خلک نشي کولای د مختلفو مجبوريتونو له وجې، قرنطين يا په کور پاتې کيدل څرنګه چې لازم دی رعايت کړي. په کونړ کې د نوي کابل بانک څانګې مخې ته د معاش اخستونکیو دغه اوږد کتار يې يوه بيلګه ده.
انځور: DW/O. Deedar دا د کونړ د ولایت مقام ته نژدې د منډه کول چینې واټ دی. په دغه واټ کې اکثره دوکانونه تړلي دي خو خلک ګرځي.
انځور: DW/O. Deedar ښاروالۍ د خلکو دوکانونه او سرايونه تړۍ خو خلک بیا هم په ښار کې ګرځي.
انځور: DW/O. Deedar ځینې واټونه مکمل بند شوي دي.
انځور: DW/O. Deedar په خوست بازار کې هم د کرونا ويروس د خپريدو د مخنيوي په موخه ښار بند دی.
انځور: DW/O. Deedar چارواکي هڅه کوي چې د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزه کې د قرنطين تر څنګ له نورو چارو څخه هم کار واخلي لکه د درملو شيندل.
انځور: DW/F. Zahirد خوست ښار په دغه واټ کې ټول دوکانونه بند دي.
انځور: DW/F. Zahirد قرنطين او ښارونو تړل که له یوې خوا د کرونا ويروس پر وړاندې ښه چاره ګڼل کيږي له بل لوري ډيرو خلکو ته د يوې مړۍ ډوډۍ ګتلو له پاره انديښنې پيدا کړي دي.
انځور: DW/F. Zahirد ښار په ځينو برخو کې دوکانونه خلاص دي. ډيری خلک دا هم وايي چې په کورونو کې پاتې کيدو سره يې زړه تنکيږي.
انځور: DW/F. Zahir
تر ښځو ډیر سړي پر کرونا اخته دي
د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې پر کرونا ویروس د اخته کسانو ډيري یي نارينه دي. په افغانستان کې تر اوسه پورې ۲۷ سلنه د اخته کسانو ښځې او تر ۷۲ سلنه ډیر یي سړي تشکيلوي.
نوموړی وزارت د بیلګې په توګه یادونه کوي چې په هرات ولایت کې له ۲۵۴ اخته کسانو څخه ۱۶۶ یي نارينه او ۸۸ تنه یي ښځي دي.
شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ا.ا