1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د پوليو واکسين پر ضد تبليغات زيات سوي

۱۳۹۸ خرداد ۲۴, جمعه

په افغانستان کي د پوليو د ناروغانو شمېر د ۲۰۱۶ کال په پرتله زيات سوی دی. تر ټولو مهم لامل يې د پوليو پر ضد توطيه يي تيورياني او د هغوی تبليغ بلل کيږي.

Pakistan Impfung Impfhelfer Polio Impfung
انځور: picture alliance/AA

د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخي په ۲۰۱۱ کال په افغانستان کي د پوليو د ناروغۍ ۸۰ پيښي ثبت سوي وې. دغه پيښي تر ۲۰۱۶ کال پوري ۱۳ ته راټيټې سوې. خو اوس په دغه هيواد کي بيا د يادي ناروغۍ پيښي زياتي سوي دي. د راپور له مخي په روان کال کي په ټول هيواد کي ۲۱ اړونده پيښي ثبت سوي دي.

پوليو هغه وايروسي ناروغي ده چي له کبله يې د انسان په هډوکو کي التهاب رامنځ ته کيږي او په دې توګه د انسانانو د اعضاؤ د کږېدو او فلج کېدو سبب ګرځي او په زياتو مواردو کي انسانان وژني هم. خو افغانستان لا تر اوسه د نړۍ د کمو هيوادونو څخه يو هيواد دی، چيري چي دغه ويروس او په دې توګه په دغه ويروس د اخته کېدني امکان په بشپړه توګه له منځه نه دی وړل سوی.

د کندهار د يو ليري پروت کلي سره تړاو لرونکی دوه کلن فريد هم په پوليو اخته دی. د هغه پلار عبدالولي وايي چي کله چي يې کلي ته د پولیو واکسيناتوران ورغلل او غوښتل يې چي فريد ته د پوليو واکسين ورکړي، نو پلار يې د دې مخنيوی وکړ. عبدالولي وايي چي ځکه يې خپل ماشوم ته د پوليو څاڅکي نه ورکړې، ولي چي له خلکو يې اورېدلي ول چي د پوليو ضد څاڅکي او واکسين »د مسلمانانو ضد يوه توطيه ده.«

د دوه کلن فريد پلار وايي چي کله چي ډاکټر ورته وويل چي زوی يې د پوليو په وژونکې ناروغۍ اخته سوی دی، نو يې پر خپله مخکنۍ فيصله چي فريد ته يې د پوليو ضد څاڅکي نه ول ورکړي، ډېره پښېماني احساس کړه. دوه کلن فريد که ژوندی هم پاته سي نو د ژوند تر آخره به د ناروغۍ له کبله معذور وي.

د فريد د پلار په شان په افغانستان کي ګڼ شمېر نور انسانان هم پر هغو تيوريانو او نظريو باور کوي چي ګواکي د پوليو ضد واکسين تر شا د مسلمانانو ضد کومه پټه توطيه ده. په ګاونډي هيواد پاکستان کي هم په ليري پرتو سيمو کي د پوليو واکسينېشن يوه لويه ستونزده ده چي په دې ترڅ کي څو ځله واکسيناتوران د وژونکو بريدونو قربانيان سوي هم دي.

که څه چي په افغانستان کي د پوليو ضد د ماشومانو واکسين کول اجباري دي، خو په زياته په کليوالو سيمو کي د واکسين عملي کول يوه لويه ننګونه ده. په کومو سيمو کي چي وسله وال طالبان کنترول لري، هلته پر واکسين بنديز دی. د بنديز دليل دا وړاندي کيږي چي ګواکي واکسينېشن يوه غربي توطيه ده. دا د هغه باوجوده چي په ګاونډي هيواد پاکستان او نورو مسلمانو هيوادونو کي معتبره ديني عالمانو د طبي معاينو او د روغتيا د مسلمانانو کارپوهانو په مرسته دا موندلې چي د اړونده توطيه وي تيوريانو د اثبات له پاره هيڅ ثبتونه نه دي موندل سوي او په دې توګه دغې تيورياني ناسمي دي.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چي ځکه يې تر خپل کنټرول لاندي سيمو کي د پوليو واکسينېشن ممنوع کړی، ځکه چي په وينا يې د واکسينېشن تر پردې لاندي په دغو سيمو کي استخباراتي معلومات غونډيږي.

د پاکستان په اېبټ آباد سيمه کي د اسامه بن لادن د شتون استخباراتي پخلی هغه وخت ممکن سوی ؤ چي د شکيل افريدي په نوم پاکستاني ډاکټر د سي آی اې يعنې د متحده آيالاتو د څارګرې ادارې په غوښتنه په دغه سيمه کي د واکسينېشن په نوم اړونده معلومات ټول کړي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب