افغانستان کي له ښځو سره زورزياتی ډير سوی دئ
۱۳۹۱ اسفند ۲۸, دوشنبهجان کوبيش د آلمان په پلازمېنه برلين کي له رويترز خبري آژانس سره په يوه مرکه کي وويل، داسې پېښي هم شته چې طالبان پکې هغه ښځې په نخښه کوي چې د ښځو د حقونو له پاره مبازه کوي. دا په تېره بيا هغه ښځي دي چې په دولتي ادارو کې کار کوي. په داسې حال کې چې نړيوال جنګي ځواکونه له افغانستان څخه راوځي، ملګرو ملتونو د ښځو په چارو کې خپلې هلې ځلې ګړندې کړې دي.
د کوبيش په خبره، د نړيوالو ځواکونو وتل به په دې معنی نه وي چې د ښځو وضعيت لا پسې خراب شي. «شايد داسې وي، خو د ښځو مشکلات د دوديز قضايي نظام، د کورني تاوتريخوالي او په يوه محافظه کاره ټولنه کې د ښځو د مقام له امله دي او د بهرنيو ځواکونو په شتون پورې اړه نه لري.»
په افغانستان کې د ښځو د حقونو له پاره مبارزه د هغه په وينا، سخته ده، خو افغاني ټولنه، د سياسي ګوندونو لويه برخه او نړيوال ملګري هم دغي موضوع ته ژمن دي.
د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې په افغانستان کې له ښځو سره تاوتريخوالی ډېر زيات شوی دی، په داسې حال کې چې د ژوبلو شويو نجونو او ښځو کچه شل سلنه لوړه شوې ده.
په سيمه کې افغاني مرسته کوونکو ته اړتيا ډېره ده
کوبيش پر بهرنيو هېوادونو باندي غږ وکړ چې خپل افغاني کارکوونکي دې د جنګي ځواکونو په ايستلو سره يوازي په استثنايي ډول له ځانه سره بوزي. د ده په خبره داسي يو حالت هرومرو شته چې افغاني کارکوونکو ته ګواښ متوجه وي، خو سړی بايد د کوبيش په خبره هغوی په لويه پيمانه له هېواده دباندې بونه زي.
کوبيش په دې نظر دی چې ډېری افغاني کارکوونکي په خپل هېواد کې خپل کاري ژوند ته دوام ورکولای شي. نړيواله ټولنه په يو وار له دغه هېواد څخه نه پر شا کيږي او افغاني کارکوونکو ته اړتيا لري. هغوی د بيارغاونې په ملکي پروژو کې کار کولای شي يا د افغانستان د اردو او پوليسو په روزنه کې مرسته کولای شي.
کوبيش زياته کړه: «دا تر ټولو غوره د حل لاره ده ځکه چې هغوی اکثره پرخپل هېواد باندې مين دي او غواړي په خپل هېواد کې پاته شي او هلته کار وکړي.»
ځينې کسان له دې امله وېره لري چې هغوی نه پوهيږي چې وضعيت به تر ۲۰۱۴ کال وروسته څرنګه وي. تر ټولو ښه لاره د کوبيش په خبره دا ده چې نړيواله ټولنه افغانستان يوازې پرې نه ږدي.