افغانستان کې د طالبانو وروستیو برېدونو ته غبرګونونه
۱۳۹۹ فروردین ۲, شنبه![Russland Moskau Afghanistan-Gespräche Mullah Baradar Taliban](https://static.dw.com/image/48931240_800.webp)
پخواني ولسمشر حامد کرزي د زابل ولایت په سپینه غبرګه سیمه کې پر افغان امنیتي ځواکونو پرونی برید په سختو ټکو غندلی.
د ښاغلي کرزي له مطبوعاتي دفتره نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د مارچ ۲۱مه) خپرې شوې ویناپاڼې، د نوموړي له قوله لیکلي: « دغه راز کړنې په ښکاره افغان وژنه ده.»
ښاغلي کرزي زیاته کړې، د "تاوتریخوالي" دوام چې قربانیان یې یواځې افغانان دي، په هېواد کې د سولې خنډ ګرځي. طالبانو پرون د جمعې په سهار د افغان پولیسو او پوځ پر پوستې برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۲۴ سرتېري ووژل. په زابل کې د طالبانو برید ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني غبرګون له خورا غوسې ډک دی. له ارګه خپرې شوې ویناپاڼې د ښاغلي غني له قوله لیکلي:
«د وسله والو طالبانو دغه ډول وحشیانه او تروریستي بریدونه نه یوازې د سولې دغه فرصت له خطر سره مخ کوي، بلکې د دوی پر ضد به د ولس کرکه او نفرت لا راوپاروي.»
مهمه پوښتنه دا ده چې ایا دغه برېدونه د سولې روان بهیر اغیزمنولی شي؟ د چارو کتونکي وایې، د طالبانو وروستي برېدونه د سولې پر رامنځته شوي فرصت خورا منفي اغیز کوي. سیاسي او پوځي شنونکی عزیز ستانکزي دویچه ویله ته وویل، دغه برید وښوده چې طالبان د نورو په اشاره جګړې ته دوام ورکوي، خو د چا په اشاره؟ ښاغلي ستانکزي وویل:
«طالبان د پاکستان په اشاره دغسې برېدونه کوي، چې دا به د سولي هڅې سختې زیانمنې کړي.»
خو ځیني نور کتونکي بیا د سولې له تړون وروسته په جګړه کې د افغان سرتیرو د قرباني کېدو مسئول افغان دولت په ځانګړې توګه ولسمشر غني بولي.
لیکوال عبدالمالک همت چې ترډېره د طالبانو له سیاسي او پوځي دریځه ملاتړ کوي دویچه ویله ته وویل، د طالب زندانیانو د نه خوشې کولو له امله د سولې له هوکړه لیک وروسته جګړې زور اخېستی.
«طالبان د خپلو زندانیانو د خوشې کولو له پاره بله لار نه لري، دا د حکومت د نه منلو پر وړاندې غبرګون دی طالبان په دې سره غواړي چې پر حکومت فشارونه ډیر کړي چې د زندانیانو خوشې کولو ته غاړه کیږدي.»
سره له دې چې ولسمشر غني د ۵ زره طالب زندانیانو د تدریجي خوشې کېدو فرمان ورکړی، خو د دې بهیر پيلېدو لپاره یې د "تاوتریخوالي کمول" د بنسټيز شرط په توګه ایښی.
د افغان حکومت پر پوځي تګلاره نېوکې
په زابل کې د افغان سرتیرو وژل کېدل د سیاسي غبرګونونو ترڅنګ د حکومت پر امنیتي او دفاعي تګلارو هم د سختو نېوکو لامل شوی.
پوځي او سیاسي شنونکي عزیز ستانکزي وویل، په امنیتي او دفاعي سکتور کې ګمارل شوي چارواکي د جګړې په "مدیریت" کې پاتې راغلي.
«په یوه پوسته برید او په هغه کې دومره درنه مرګ ژوبله، د دې مسؤلیت ورګرځي اعلی سرقوماندانۍ ته چې په راس کې یې ولسمشر غني دی، دی باید د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو جګپوړي چارواکي په جدي ډول وپوښتي. که ځواب نه لري له دندو دې لرې کړي. دا چارواکي نه شي کولای چې د جګړې "توازن" وساتي.»
په زابل کې پر افغان سرتیرو د طالبانو برید په نړېواله کچه هم غبرګون له ځان سره لري.
افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د طالبانو برید د غندلو ترڅنګ هغه د "شرم" وړ بللی. هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د نوروز پر ورځ د طالبانو دا ډول برید، په داسې حال کې چې نړۍ له یوې ساري نړیوالې ناروغۍ سره مبارزه کوي د شرم وړ دی.»
د ښاغلي نیکولاس کې اشاره د "کرونا" ویروس ته ده، چې د نورو هېوادونو ترڅنګ افغانستان کې هم د دغه ویروس ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوي.
"کرونا" او "اوربند"
تردې وړاندې اروپایي ټولنې په افغانستان کې د کرونا ویروس سره د اغیزمنې مبارزې په موخه د "اوربند" غوښتنه کړې.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین دوه ورځې وړاندې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي موسسو او د روغتیا نړېوال سازمان ته د همکاری ډاډ ورکړی.
طالبانو تراوسه نه یواځې دا چې د "اوربند" غوښتنه نه ده منلې بلکې دې ډلې شمالي کاپيسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په "افغانیه" دره کې هم د پولیسو پر یوې پوستې تېره شپه برید کړی.
چارواکي وايي د طالبانو دغه برید څلور سیمه ییز پولیس وژلي دي.
اسماعیل شاکر – کابل