1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د ډېرو پوهنتونو دروازې بېرته پرانيستل شوې

۱۴۰۰ اسفند ۸, یکشنبه

د طالبانو د واکمنۍ د شپږو میاشتو په پوره کیدو د هېواد د مهمو پوهنتونو درسونه بېرته شروع شوي دي. د نورو تر څنګ د کابل پوهنتون د شنبې په ورځ پرانيستل شو خو ځینې محدودیتونه وضع کړل شوي دي.

Kabul, Afghanistan | Frauen bei Taliban Veranstaltung
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

د پوهنتونونو د پرانيستل کېدو سربېره لا د محصلينو په منځ کې يوازې لږ شمېر ښځې ليدل شوې دي. طالبانو ويلي چې ښځې او نجونې ښوونځيو او پوهنتونو ته له تللو څخه نه منع کوي. خو په تعليمي او تحصيلي بنسټونو کې اوس يوازې د جنسيت له مخې په جلا شوو صنفونو کې تدريس صورت نيسي. د طالبانو ساتونکو د شنبې په ورځ د کابل پوهنتون څارنه کوله او د رسنيو کارکوونکي يې د ننوتلو له دروازې څخه شړل. خو له يو څه فاصلې سره د فرانسې خبري آژانس له ځينو ښځينه محصلينو سره خبرې وکولی شوې.

د انګليسي ژبې زدکوونکې، مريم، وويل چې د هغې په صنف کې يوازې اووه ښځې پاتې دي. د هغې په خبره »پخوا د ښځو او نارينه وو په ګډون ۵۶ تنه محصلين وو.« هغه وايي چې په کافي ډول استادان هم اوس نه شته ځکه چې د هغې په خبره »ښايي ډېرو هېواد ترک کړی وي.«

يوې بلې د انګليسي ژبې محصلې، بصيرې، وويل خوشاله ده چې خپل تحصيل ته دوام ورکولی شي. خو د پوهنتونو په لومړۍ ورځ »ځينې ستونزې« هم موجودې وې. د هغې په خبره »د طالبانو ساتونکو زموږ په وړاندې ښه چلن ونه کړ«، بلکې »زيږ« کړه وړه يې وو.

تر ډېره خالي بيا د شنبې په ورځ د پنجشېر پوهنتون پاتې شو. پروفيسور نور الرحمان افضلي خپلو محصلينو ته په اشارې سره وويل چې »زه نه پوهيږم چې سبا او بل سبا به هغوی راشي او که نه.« پنجشېر په افغانستان کې وروستی ولايت وو چې تېر کال د طالبانو لاسو ته ولوېد. د يوه پوهنځي د رئيس جبار جبران په حواله تېر کال د مقاومت د ډلو او طالبانو تر منځ په نښتو کې د درس ډېرې خونې دلته ويجاړې شوې دي. 

ښځې او نارينه په صنفونو کې سره جلا شوي دي.انځور: AAMIR QURESHI/AFP

په کابل کې د دري ژبې محصلې، حسينت، وويل چې هغه داسې فکر کوي چې ډېری همصنفيان يې د دې مالي وس نه لري چې پوهنتون ته بېرته راشي. يوې ملګرې يې وويل چې نورو همصنفيانو ورڅخه غوښتي دي چې په پوهنتون کې د شرايطو د بدلون په هکله دې ورته کيسه وکړي. له دې وروسته هغوی غواړي تصميم ونيسي چې آيا پوهنتون ته ستنيږي او که نه. د دې تر څنګ چې درسونه د جنسيت له مخې سره بېل شوي، طالبانو د ښځينه زدکوونکو له پاره د جامو اغوستلو سخت مقررات هم وضع کړي دي. لکه څنګه چې محصلې حسينت وويل ښځې نور اجازه نه لري چې د انګړ په دباندنۍ برخه کې وګرځي. د ډوډۍ خوړلو ځای هم نور نه شته. د طالبانو په لومړۍ واکنمۍ کې ښځې او نجونې له زدکړو څخه بې برخې وې. نړيواله ټولنه اوس لا د اسلام پالو د ژمنو سربېره هم ويره لري چې ښځې به د زدکړو له سکتور څخه تر ډېره محرومې پاتې شي.