1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرونا دریمه څپه ـ ایا اړین روغتیايي خدمتونه شته؟

۱۴۰۰ خرداد ۸, شنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د سلهاوو پېښو ثبت د خطر زنګ بللی او پر خلکو یې د کرونا پرضد د سختو تدبیرونو غږ کړی دی. د ستونزې ريښه په روغتیايي خدمتونو او که د خلکو په بې غوري کي ده؟

Afghanistan Corona-Pandemie
انځور: Wakil Kohsar/Getty Images/AFP

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۵۴ کسان په کرونا اخته شوي، ۲۰ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، خو په همدومره موده ۱۶۲ ناروغان رغېدلي هم دي.

د جمعې پر ورځ (د ۲۰۲۱ کال د می ۲۸مه) د عامې روغتیا وزارت د ۲۴ ساعتونو په لړ کې د ۹۷۷ پېښو د ثبت اعلان وکړ، چې د چارواکو پروینا د کرونا د لومړۍ څپې د یوې ورځې ناروغانو ترټولو لوړ او وروستۍ شمېرې ۹۱۵ مثبت پېښې ثبت شوې وې.

د اکسیجن په ګډون د اړینو درملیزو خدمتونو د شتون ډاډ

د ياد وزارت چارسنبالي وزیر وحید مجروح نن شنبې (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ ۲۹مه) کابل کې خبریالانو ته وویل، اوس په روغتونونو کې پر کرونا د اخته ناروغانو لپاره ټولې اسانتیاوې شته. هغه زياته کړه: «اوس په روغتونونو کې د کرونا ناروغانو د منلو لپاره کافي ظرفیت موجود دی، لکه د اکسیجن ترڅنګ ټول اړین ځانګړي اړین وسایل شته.»

اوسمهال په کابل کې د افغان – جاپان روغتون ترڅنګ د قصبې، سره صلیب، د افغانستان – اندونیزیا پولې کلینیک او جناح روغتونونو کې پر کرونا د اخته کسانو درملنه کیږي.

ښاغلي مجروح ویلي تېره ورځ یې افغان – جاپان روغتون کې ۵۰ نور بسترونه هم زیات کړل. د چارواکو پروینا، اوسمهال لابراتورونه په ۲۴ ساتونو کې د کرونا د ۲۸ زره ټسټونو ظرفیت لري.

د چارواکو د ډاډ سربیره هم روغتونونو کې د امکاناتو کموالی

سره له دي چې ډاکټران وايي، پر کرونا د اخته ناروغانو ۹۰ سلنه یې جدي مراقبت او درملنې ته اړتیا نه لري، خو د يو شمير کارپوهانو په اند په افغانستان کې د پاتې لس سلنه ناروغانو لپاره هم اړین درملیز امکانات د نشت برابر دي.

ډاکټر احسان الله درمل په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «په ټولو شفاخانو کې په کافي اندازه وینټلیټورونه نشته، که زمونږ د نفوس په حساب ۲۰ فیصده مریضان هم شدید سټیج ته ولاړ شي بیا هم زمونږ امکانات کم دي.»

د خلکو بې پروايي

ښاغلی درمل پر خلکو هم نېوکه کوي چې روغتیايي سپارښتنې په پام کې نه نیسي. د دغه ډاکټر پر وینا خلک د ډیرو کوچنیو اړتیاوو لپاره هم  د هند، پاکستان او ایران په څېر هېوادونو ته تګ راتګ کوي چې په دغو هېوادونو کې کرونا خپل مرګوني حد ته رسېدلې ده.

درمل زیاته کړه: «خلک ډلې ډلې ګرځي، ماسکونه نه تړي، حفظ الصحه نه مراعتوي او هغه سپارښتنې نه عملي کوي چې طبي کارمنان یې خلکو ته کوي او ډیر عادي داسې انګېري چې ګویا کرونا ورباندې اغیز نه کوي.»

د عامې روغتیا چارسنبالي وزیر هم پر خپل فیسبوک پاڼه له خلکو جدي ګېله کړې او خبرداری یې ورکړی چې د سپارښتنو د نه عملي کېدو په صورت کې وضعیت بحراني کېدای شي: «که څه هم بې له انتقاد، د پیغام اورېدلو، هیلې او غوښتنې لپاره مو د اورېدلو غوږ نه دی پیدا کړﺉ مګر بیاهم خبرداری! نن ورځ، د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په یوه ورځ کې د کرونا ویروس د لومړۍ څپې د یوې ورځې د مثبتو پېښو په پرتله د زیات شمېر له کرښې واوښت.»

سره له دې چې د جرمني په ګډون یوشمېر اروپايي هېوادونو د کرونا ویروس د مثبتو پېښو په کمېدو سره محدودیتونه کم کړي، خو افغانستان سر له نن څخه د پلازمینې کابل په ګډون ۱۶ ولایتونو کې ښوونځي، پوهنتونونه او ښوونیز مرکزونه د دوو اونیو لپاره رخصت کړل.

اوسمهال افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۰ زره او ۷۶۱ تنو ته رسېدلې، چې له دې ډلې دوه زره او ۹۱۹ کسان مړه شوي او ۵۷ زره ۸۷۱ کسان ترې رغېدلې هم دي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل