1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې د کومو حیواناتو پر ښکار بندیز وضع شوی؟

۱۴۰۰ بهمن ۱۲, سه‌شنبه

د چاپېریال ساتنې اداره وایي چې د وحشي څارویو او الوتونکو د ښکار بندیز وضع شوی او دا چې نږدې ۱۵۰ ډوله حیوانات یې تر ساتنې لاندې نیولي دي. د دغو اقدماتو با وجود په افغانستان کې د ناقانونه ښکار راپورونه ورکول کیږي.

Afghanistan Vogel-Verkäufer in Kabul
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

د افغانستان په ډېریو ولایتونو کې د جګړو او وچکاليو له کبله سربېره پر انسانو څارویو او الوتونکو ته هم زیان اړولی دی. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د سروې پر اساس په ۱۵۰ ډوله بوټي، حشرات، خوځېدونکي، ذوحاتین، الوتونکي، تي لرونکي، او کبانو نسلونه له ګواښ سره مخ دي او یا هم د لمنځه تللو په حال کې دي.

د دغې ادارې د حفاظت شوي حیواناتو د سروې په نوملړ کې چې په لومړي سرکې راغلي، په څارویو کې «مارکوپولو پسه، غرنی پړانګ» په الوتونکو کې«دالماسي قوتن، سپینه زاڼه»، په ذوحیاتینو کې «د پغمان کربوړی»، خوځيدونکو کې « افغاني کیشب، پړانګي کربوړی» حشراتو کې« پامیر پتنګ» او کبانو کې« شګلن کب،وربلیز کب» شامل دي چې دغه سروې کې د تي لرونکو تهدید لوړ ښودل شوی دی.

د دغې ادارې د تنوع کارپوه محب فضلي دویچه وله ته وویل: « زموږ د سروې پر اساس د ښکار هغو باندې چې ښکار منه شوی ۸ دوله بوټې، یوه حشره، ۱ ډول ذوحاتین، ۴ دول خوځيدونکي، ۵۷ ډوله الوتونکي، ۷۵ ډوله تي لرونکي او ۲ ډوله کبانو باندې د ساتنې وړ پېژندل شوي دي.»

د اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې د ډېریو څارویو او الوتونکو نسلونه له ګواښ سره مخ دي او یو شمیر نادره الوتونکي او څاروي هم بهر ته قاچاق شوي دي. د چاپېریال ساتنې اداره بیا د قاچاق او ښکار په اړه انديښنه ښیې او د تېر حکومت په وخت هم پر ښکار د بندیز لګولو خبره کوله چې سربیره پر هغه هم ځینو ولایتونو ته عربان او پاکستانیان د باز، هوسۍ او ډول ډول نادره الوتونکي او تي لرونکي ښکارول.

انځور: Reuters/M. Ismail

د دغې ادارې د تنوع کارپوه محب فضلي دويچه ويله ته وویل: « دقیق معلومات د الوتونکو او څارویو د شمیر په اړه نشته خو ښکار په ټول افغانستان کې منه دی، په تېر نظام کې هم په دې تړاو فرمانونه وو خو د افغانستان اوسني حکومت هم دې ته ډېره پاملرنه لري.»

د بندیز سربیره بیا هم ښکار ادامه لري

که څه هم دولتي ادارې د ښکار د منع کولو خبره کوي خو په ولایتونو او لرو پرتو سېمو کې خلک د مېلې، د غرني او ځنګلي الوتونکو د غوښي او پوستوکي په خاطر ښکار کوي چې تراوسه یې مخه نیول شوې نه ده. د غزني ولایت اوسېدونکي بیا وایي، د بیکارۍ له وجې ښکار کوي چې هم یې مېله کیږي او هم د څارویو او الوتونکو، غوښه او پوستوکي په لاس ورځي.

د  غزني ولایت اوسېدونکي بیا په دې باور دي چې ښکار کول دې ولایت کې د کلونو کلونو پاتې شوی میراث دی ځکه اوس هم له ۱۸ کلونو نیولي تر ۶۵ عمرونو پورې ورته زړه ښه کوي. سږ کال د غزني ولایت په غرنیو ولسوالیو کې ډیری کسان د ښکار لپاره راوتلي دي.

د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ذبیح الله د ښکار کولو موخه داسې بیانوي: « زموږ په ولسوالۍ له ۱۸ تر ۶۵ کلونو عمر پورې خلک ښکار کوي په هغه کې بعضي الوتونکي کوترې، هیلۍ، ځاڼې د غوښو په خاطر او بعضي څاروي لکه هوسۍ، سوی دا څاروي هم د غوښو په خاطر ښکار کوي او بعضي څاوي لکه کېدړه او لیوو د پوستوکي په خاطر ښکار کوي.»

د غزني ولایت یو بل اوسېدونکی احسان الله وایي، چې له ښکار سره د مینې په خاطر هم ډیری کسان غرونو او ولسوالیو ته ځی. هغه وویل: « زموږ په ولسوالۍ کې خلک ښکار سره ډیره علاقه لري ځکه ښکار ته مخه کوي.»

د غزني ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست وایي، د تیر حکومت په وروستیو کلنو کې ټولو ولسوالیو ته د ښکار د منع کولو مکتوبونه استولي و چې د هرډول څارویو او الوتونکو ښکار دې ترسره نه شي ځکه د جګړو له امله د ډیرو څارویو او الوتونکو نسلونه د له منځته تللو په حال کې دي.

انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

دغه ریاست وایي، تازه د طالبانو حکومت هم دوی ته ویلي چې د چاپېریال ساتنې او وحشي څارویو او الوتونکو د بقا لپاره ورسره په عملي ډول د قانونو په پلي کولو کې همکاري کوي. د غزني ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د چاپېریال د کنترول برخې کارپوه سید شبیر احمدیار وایي:« د اسلامي امارت دولت موږ سره ژمنه کړې چې د څارویو او الوتونکو له هر ډول ښکار څخه به مخنیوی وکړي.»

که څه هم د غزني ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست تېر کال کې دوه تنه د لیوو او بازانو د ښکار په تور نیولي و او نیول شوی لیو او باز یې د ښکارکوونکو له منګلو ژغورلی و، خو ښاغلي احمدیار اندېښنه ښیې چې تراوسه پورې د څارویو او الوتونکو د ښکار مخه په بشپړ ډول نیول شوې نه ده او زیاتره خلک لرو پرتو ولسوالیو کې د ژمي په موسم کې ښکار ته مخه کوي.

هغه زیاته کړه: «ښکار شوی او ښکار کیږي، له دې جملې زرکه، سویان، کوترې او یوه بله ډوله مرغۍ د مخترون په نوم، هوسۍ، سره ګېدړه او ځينې نور...د غیر مسوولو کسانو له خوا وخت په وخت ښکار کیږي چې یا د مېلې یا تفریح لپاره وي یا هم تجارت او پیسې لپاره ښکار کیږي.»

مخکي د دې ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې او د تیر حکومت امنیه قوماندانۍ داد منلې وه چې پاکستانیان د طالبانو تر کنټرول لاندې سېمو کې د نادره څارویو او الوتونکو ښکار کول خو د مالوماتو له مخې د غزني په شمول په یو شمیر نورو ولایتونو لکه هرات، نيمروز او فراه کې بهرنیو سیلانیانو د عربو او پاکستانیانو په ګډون د یو شمیر نورو هېوادونو اوسېدونکي کمیابه څاروي او الوتونکي لکه، هوسۍ، بازان او یو شمیر نور ښکار کول چې د چاپېریال ساتنې د فعالانو له کلکو غبرګونونو سره مخ شوي و.

محمد میرویس اسلمي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب