1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د یوناما ماموریت غځېدل، ایا طالبان به ترې ګټه واخلي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ اسفند ۲۷, جمعه

د طالبانو په واکمني کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره غځېدلی دی. د چارو کتونکي لا هم نړېوالو سره د طالبانو تعامل ته د شک په سترګه ګوري.

Türkei Das Treffen zwischen dem türkischen Außenminister Mevlüt Cavusoglu und Taliban Außenminister Amir Khan Muttaqi in Ankara
انځور: DHA

په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځېدو پریکړه لیک ته له روسيي پرته د امنیت شورا ټولو غړو هېوادونو مثبت رایه کارولې ده.

سیاسي شنونکي وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې د لومړي ځل لپاره یوناما ماموریت غځېدل هغوی ته دا فرصت ورکوي چې په نړېوالو معیارونو برابره حکومتوالي وکړي.

له واشنګټنه افغان سیاسي شنونکي واحد فقیري دویچه ویله سره خبرو کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماموریت غځېدل مثبت ګام وباله، خو زیاته یې کړه چې دا طالبانو ته هم یو واضح پیغام لري: «هغه دا چې ملګرو ملتونه، اروپايي اتحاديه او نور ټول غواړي چې افغانستان سره خپل روابط وساتي او لا یې وغځوي، خو په دغه پریکړه لیک کې دا هم راغلي چې باید همه شموله حکومت وي، د ښځو حقوق او د بشر حقوق باید مراعات شي، یانې دا خپل شرایط لري.»

دغه بهر میشتی کارپوه پر طالبانو غږ کوي چې نړېوالو سره تعامل کې دې شرایط نه سختوي.

په برلین  کې د «Institute for Cutural diplomacy» يا کلتوري ديپلوماسۍ انستيويت کې استاد ډاکټر اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل، د طالبانو وروستیو اقداماتو وښوده چې هغوی نړېوالو سره په اړیکو کې ناکام دي. نوموړی زياتوي: «دا چې هره ورځ دوی په رسنیو باندې محدودیتونه لګوي، خبریالان او ژورنالیستان تعقیبوي او بندیان کوي او په بشري حقونو باندې د خلکو ازادي محدودوي، چې نړېوال به یې زغم ونه لري.»

طالبانو په افغانستان کې د يوناما د ماموريت د تمدید هرکلی کړی

ښاغلی اتمر زیاتوي د یوه بل کال لپاره د یوناما ماموریت غځېدل به طالبانو ته دا فرصت هم ورکړي، چې له همدې لارې نړېوالې بشري مرستې جلب کړي.

امنیت شورا کې د روسيي استازي افغانستان لپاره د یوناما ماموریت غځولو ته ممتنع رایه ورکړې، هغه ویلي دغه ماموریت لاهم په واضح ډول نه دی تعریف شوی.

یوناما یا د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت دی، چې په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د طالبانو د لومړنی واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته رامنځته شو.

افغانستان سره بشردوستانه مرستې او د یوې تلپاتې سولې ټینګښت ددې ماموریت بنسټېزې موخې بلل شوي دي.