1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

«افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان مري»

۱۴۰۲ فروردین ۲۸, دوشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان: په افغانستان کې هره ورځ نږدې ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د هغه ناروغیو له امله مري چې درملنه یې ممکنه ده

Afghanistan Kabul | Indira Gandhi Kinderkrankenhaus
انځور: JORGE SILVA/REUTERS

افغانستان له پاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګې د ټویټر په یوه پیغام کې ویلي دي، چې افغانستان کې هره ورځ شاوخوا ۱۶۷ ماشومان د هغه ناروغیو له امله مري چې درملنه یې ممکنه ده. خو ډیر شمیر افغان کورنۍ درملنې ته د نه لارسی له امله خپل ماشومان له لاسه ورکوي.

ډبلیو‌اچ‌او د دغه ارقامو له خپرلو سره یادونه کړې چې د ژوند ژغورلو او د مور او ماشوم د ښې روغتیا له پاره باید ګړندي ګامونه پورته کړو.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له پاره د بشري مرستو صندوق، څخه د ماشومانو د روغتیایي خدمتونو برخه کې د همکاري او ملاتړ له کبله مننه کړې.

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا تیره ورځ خبرداری ورکړی وو چې افغانستان له کمسارې قحطۍ سره مخ کېدونکی دی.

پاکستان د پوليو ضد واکسين کمپاين پيل کړی

له دې یوه ورځ وړاندې هم د افغانستان له پاره د روغتیا د نړیوال سازمان څانګې په یوه ټویټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د خوړو د جدي نه خوندیتوب اغېزې ویجاړونکې دي.

ډبيلو‌اچ ‌او ویلي وو چې افغانستان کې شل میلیونه کسان له خوارځواکۍ، ساري ناروغیو او یو شمېر نورو روغتیایي ستونزو سره مخ دی چې درملنه یې ممکنه ده خو ډېر شمېر افغانان روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.

 

هيلۍ اسد د ژورنالیستې په توګه د افغانستان پر حالاتو څار او د خلکو ستونزو ته انعکاس ورکول@HelayAsad1
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل