1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په افغانستان کې د ډي ان اې د تشخیص مرکز پرانېستل شو

۱۳۹۸ بهمن ۶, یکشنبه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تردې وړاندې به د ډي ان ای معاینات کاناډا ته لېږل کېدل. خو د دغه نوي مرکز پرانېستل په کومو برخو کې اغیزمن تمامیږي؟ له کابله د اسماعيل شاکر په رپوټ کې بشپړ حال لوستلای شئ!

Deutschland | DNA Analyse | Landeskriminalamt
د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa/imageBROKER

افغان حکومت په لومړي ځل په عدلي طب کې د DNA يا ارثي موادو د تحلیل او ارزونې مرکز پرانېست. د عامې روغتیا وزارت وایې، دا مرکز د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوی، چې لګښت یې د حکومتي  بودجې او نړېوالې ټولنې له خوا ورکړل شوی دی.

د افغانستان د عامي روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز نن یکشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنورۍ ۲۶مه) په کابل کې ددغه مرکز د پرانېستې پرمهال خبریالانو ته وویل:

«د ډي ان ای معاینات مونږ سره د زاد او د ولد په تشخیص کې مرسته کوي، دغه راز کورنۍ اړیکي هم مشخصوي او ان په افغانستان کې د قومي ریښو په تشخیص کې هم مرسته کولای شي.»

ښاغلی فیروز زیاتوي د ډي ان ای د تشخیص په مرکز کې به د بریدونو، چاودنو او نورو پېښو کې د وژل شویو انسانانو د پېژندنې معاینات هم ترسره کیږي.

 تردې وړاندې د افغانستان د ډي ان ای نمونې کاناډا ته لېږل کېدل، چې پایلو ته به یې څه کم دوه میاشتې انتظار کېده.

په بهر کې د ډي ان ای پر هرې معاینې ۵۰۰ ډالره لګښت راته خو چارواکي وايي اوس به دا معاینات په کور دننه په لږ لګښت سره ترسره کیږي.

د ډي ان ای تشخیص او د جرمونو کشف

چارواکي وايي، د ډي ان ای معاینه په اور د سوځیدلو جسدونو د پيژندنې ترڅنګ په جرم د تورنو کسانو په پيژندنه کې هم مرسته کوي.

د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وویل، د جرمونو ډېریدو سره همهاله د عدالت د ټینګښت له پاره عدلي طب کې د ډي ان ای د تشخیص مرکز جوړېدل خورا مهم ول.

ښاغلی عبدالله بیا دلته د متخصصینو په بې طرفۍ ټینګار کوي: «زمونږ اړتیا یو خپلواکه عدلي طب دی، دلته د چارواکو پاملرنه اړینه ده. هغه متخصصین چې د جرایمو د تثبیت برخه کې کار کوي باید تر فشارونو لاندې نه وي.»

افغانستان په نړېواله کچه یو له هغو محدود شمېر هېوادونو څخه ؤ چې تراوسه پکې د ډی ان اې د تشخیص اسانتیا نه وه.

یوه افغان ډاکټر امین الله توخي دویچه ویله سره په خبرو کې د دغه مرکز پرانېستنه مثبت ګام وباله او زیاته یې کړه چې د هېواد په بیلابیلو روغتونونو کې په لسهاوو مړي شته چې نه دي پيژندل شوي. هغه وايي: «تاسو ولیدل چې ان په ډيری مواردو کې د یوه فامیل مړی بل فامیل ته سپارل شوی، هغوی یې د تدفین مراسم ترسره کړي خو څه موده وروسته معلومه شوې چې اصلي کس ژوندی دی، مونږ که د ډي ان ای د تشخیص مجهز مرکز درلودی داسې پېښې نه کېدي.»

دغه ډاکټر زیاتوي چې د ډي ان ای د مرکز جوړیدل د یوشمېر کورنیو شخړو په هواري کې هم ګټور تمامیږي. د بیلګې په توګه ځیني کورنۍ شته چې یو کس په «زوی والي» یا «فرزندي» نیسې چې بیا وروسته د میراث او یا هم د جایدادونو د ویش پرمهال خبره تر کورنیو جنجالونو رسیږي.

«په عدلي طب کې د ډي ان ای مرکز بیا داسې شخړي په اسانی سره حلوي، یعنې په دې مانا دلته هغه څوک چې په زوی توب نیول شوی خو اوس د اصلي زوی د ادعا په لرلو سره په میراث او جایداد کې خپل حق غواړي نو ډی این اې دلته تشخیصوي چې مدعي ایا ریښتیا هم ددغه فامیل زوی دی او کنه.»

د طبي علومو پربنسټ، د ویښتو تار، ژوول شوې ژاولې، غاښ، دسمال، وینه، سپرم، جامې او یا هم ځینې نور وسایل د ډي ان ای د معایناتو له پاره کارول کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل