1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان کې ۴ میلیونه ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي

شکیلا ابراهیم خیل | شبنم الکوزۍ
۱۴۰۲ آبان ۲۰, شنبه

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي. دغه سازمان ویلي، چې فرانسې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره ۲،۷ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

افغانستان کې د خوارځواکو شمیر مخ په ډیریدو دی
افغانستان کې د خوارځواکو شمیر مخ په ډیریدو دیانځور: Felipe Dana/AP/picture alliance

د خوړو نړیوال پروګرام « ډبلیو اف پي» د نومبر پر لسمه پر خپل اکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې څلور میلیونه ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.

ياد سازمان دغه احصايه په داسې حال کې اعلان کړې، چې فرانسه په دغه هېواد کې له خوارځواکيو سره مرسته کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام کاږي چې د فرانسې ۲،۷ میلیونه ډالره مرسته د خوړو نړیوال پروګرام سره په ګډه په افغانستان کې د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې په برخه کې کوي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک تر لاسه کړ، ډېری بهرنۍ مرستې سمدلاسه ودرول شوې او میلیونونه خلک له فقر او لوږې سره مخ شول.

مرستندویه ادارو به اړو افغانانو ته خوراکي، تعلیمي او روغتیايي اسانتیاوې او د جامو نغدې پیسې چمتو کولې، خو وروسته له هغې چې د ښځو پر زدکړو او کار د طالبانو له خوا بندیز ولګیده دغه مرستي په بې ساري ډول کمې شوې.

له دې ګام سره په افغانستان کې خوارځواکي په بې ساري ډول زیاته شوې او د دغه هېواد نیمايي وګړي په دې دوو کلونو کې له لوږې سره مخ دي.

له بلې خوا د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د نشتوالي له امله په افغانستان کې له زرګونو اړو کسانو سره خپلې مرستې کمې کړي دي.

 

شبنم الکوزۍ له دویچه ویلې سره په پښتو او دري ژبو د مولټي میدیا خبریالې په توګه کار کوي.@dwalokozai