1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د بيان آزاديافغانستان

افغانستان کې نیږدې نیمايي رسنۍ تړل شوي؛ دلایل یې څه دي؟

۱۴۰۲ آذر ۱۹, یکشنبه

وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغانستان جمهوري نظام سقوط او طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته ورسیدل، دغه هېواد کې یې په نورو برخو د محدودیتونو ترڅنګ پر رسنیو او خبریالانو هم یو لړ محدودیتونه وضع کړي دي.

رسنۍ په افغانستان کې له پراخه بندیزونو سره مخ دي
رسنۍ په افغانستان کې له پراخه بندیزونو سره مخ ديانځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا «نی» د معلوماتو له مخې، تېرو څه باندې دوو کالو راهیسې د افغانستان ۵۰ سلنه، غږیزې، انځوریزې، چاپي او پرلیکه یا انترنتي رسنیو د بیلابیلو دلایلو له مخې خپل فعالیتونه درولي دي. د دغې ادارې مشر ظریف کریمي دویچه ‌ویله ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې راهیسې په ټول افغانستان کې څه کم درې سوه رسنیو خپلې خپرونې بندې کړي چې څه دپاسه ۸ زره کارکوونکي ورسره بې‌ دندو شوي دي.

د نوموړي په خبره، د دغو شمېر خبریالانو له ډلې بیخي کمه سلنه یې له هېواده وتلي، یو شمېر په ګاونډیو هېوادونو کې په دې نیت په ډير بد وضعیت کې ژوند کوي چې په اروپایې هېوادونو یا امریکا کې به د پناه‌اخیستنې ویزې ترلاسه کړي.

ښاغلی کریمي زیاتوي: »له بده مرغه په تېرو څه دپاسه دوو کالونو کې په ټول هېواد کې ۵ سلنه غږیزې، انځوریزې، چاپي او پرلیکه رسنۍ تړل شوي چې د څه دپاسه ۱۲ زره کارکوونکو له ډلې یې د ۸۵۰۰ په شاوخوا کې خبریالان هم ورسره اوزګار شوي دي. ددې ترڅنګ پاتې فعالو رسنیو باندې هم بیلابیل ډوله بندیزونه لګېدلي او د رسنیو کار یې ورسره اغیزمن کړی دی.»

ښاغلی کریمي په داسې حال کې د یاد شمېر رسنیو د تړل کېدو او د خبریالانو د بې دندې کېدو خبره کوي چې د طالبانو د حکومت چارواکي ادعا کوي، افغانستان کې یوازې هغه رسنۍ له فعالیته لوېدلي چې بهرني استخباراتو د خپلو موخو لپاره فعاله ساتلې وې.

د رسنیو د ملاتړ بنسټ نی د افغانستان له آزادو رسنیو په ځانګړې توګه له ټلویزیونونو غوښتي، چې خپل فعالیتونه د بې پرې والي او خپلواکۍ د اصولو پر بنسټ پرمخ یوسي، څو یاد شوي ارزښتونه ژوندي پاتې شي.

د طالبانو له بیا واکمنېدو راوروسته د رسنیو د ملاتړو بنسټونو موندنې ښيي چې د رسنیو آزادي چې په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې ترلاسه شوې وه، د یادې ډلې تر واکمنۍ  وروسته په چټکۍ سره له منځه تللې ده.

د رسنیو او خبریالانو  لپاره د شرايطو د سختېدلو تر څنگ په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي، ګواښونو او نيونو پېښې هم زياتې شوي او د رسنيو لپاره کاري فضا خورا محدوده شوې ده.

ورته وخت کې بیا یو شمېر افغان خبریالان چې لاهم افغانستان کې له بیلابیلو رسنیو سره په دندو بوخت دي وايي، د پخوا په پرتله ورسره د طالبانو د حکومتي ادارو ویاندویان همکاري نه کوي او یا هم د معلوماتو د شریکولو په برخه کې ستونزې لري.

دوی وايي، لومړي لاس معلوماتورته نه رسیږي او یا هم په بعضي مواردو کې ورسره هیڅ ډول همکاري شتون نه لري.

د میترا صدیقي په نوم یوې افغانې خبریالې چې اوس مهال کابل کې له یوې غږیزې رسنۍ سره کار کوي دویچه ‌ویلې ته وویل، په ورځو ورځو ورسره د یوې ډيرې عادي او نرمې موضوع په اړه طالب ویاندویان معلومات نه شریکوي او په خبره یې چې بیا د دوی د نه همکارۍ له امله راپور هم له خپرېدو څخه پاتې کیږي.

هغې وویل: «زنګونه نه ځوابوي، مسیج هم نه ځوابوي، یا وايي صبر راته وکړئ، همدا هر ویاند ته چې ووایو، کومه ډيره عادي موضوع به وي، خو دوی راته بهانې کوي، کوم لس ځله به د دوی د نه همکارۍ له امله زما راپور ډرافټ شوی وي.»

ورته وخت کې بیا د داود مبارک اوغلو په نوم یو بل افغان خبریال وايي، د طالبانو له لوري ورباندې دومره بندیزونه لګېدلي چې په ډيرو مسایلو کې د ویرې له امله حتی له دوی څخه پوښتنې هم نشي کولی. هغه وايي: «ډير مسایل شته چې راپورونه ورباندې وکړو، نو د دوی له لوري بندیزونه چې وګورو، بیا نو وډار شو چې ولا که دا پوښتنه ورنه وکړو یا په دې موضوع کار وکړم، ممکن راته مشکل جوړ شي.»

افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو د اوسنیو ستونزو، د رسنیو د تړل کېدو، د بې دندې خبریالانو او همدارنګه پر رسنیو د بندیزو لګېدو په تړاو ټول مسایل مو د طالبانو د حکومت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره شریک کړل.

نوموړي وویل، حکومت یې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي افغانستان کې اوسنۍ فعالې رسنۍ په هر اړخیزه توګه تقویه کړي.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

30:50

This browser does not support the video element.

د مجاهد په خبره، اوسنۍ فعالې رسنۍ خپل ټول نشرات د دوی له حکومت سره په همغږۍ مخې ته وړي او وخت په وخت یې له مسئولانو سره ناستې هم لري. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې هیڅ یو خبریال د هغه د خبریالۍ په تور نه دی نیول شوی او نه هم د دوی له لوري کومه رسنۍ تړل شوې ده.

ښاغلي مجاهد وویل: «اوسمهال له رسنیو سره ډيره ښه همغږي لرو، هیڅ ستونزه شتون نه لري، کومې رسنۍ چې تړل شوي او مونږ تاسې ټولو ته معلومه ده چې له بهره به سُپورټ کېدې، استخباراتي کارونه به یې مخې ته وړل، اسلامي امارت په ټوله معنی د افغان رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اوسنیو یو شمېر فعالو رسنیو مسئولان وايي، د خپرنیزو موادو له کمښت سره مخ دي او هغه څه چې دوی یې خپروي، په بیخي کمه کچه، لیدونکي، کتونکي او لوستونکي لري چې د دوی بازار یې هم ورسره خراب کړی دی.

د دوی په خبره، مالي ستونزې، د مسلکي کارکوونکو نشتون، د نشراتي موادو کمښت او د طالبانو له لوري پر دوی لګېدلي بندیزونه هغه موارد دي چې که همدغه ډول دوام وکړي، اړ دي چې دوی یې هم دورازې وتړي.

ل.س / خ. ح/ ن.ص

انځور: DW Akademie
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب