د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ”هاوسونګ ۱۴" په نوم قاره یی بالستیک توغندي آزموینه چې په وروستیو وختونو کې د شمالي کوریا وکړه، غندي.»
افغان حکومت په ډاګه کړې ده چې دغه آزموینه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړو او بیانیو پر خلاف ده. د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، هر هغه پاروونکی اقدام چې سوله او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوي، د انساني منل شویو ارزښتونو خلاف بولي.
په بیانیه کې د خبرو اترو له لارې د منازعو پر حل باندې ټینګار شوی دی. شمالي کوریا په وروستیو وختونو کې خپل اتومي او د بالستیک توغندیو آزموینې ډیرې کړي دي.
له دې سره په نړیواله کچه د دغه هیواد په اړه اندیښنې ډیرې شوې. امریکا متحدو ایالاتو د پیانګیانګ پر نزدې متحد چین، باندي غږ کړی دی چې د شمالي کوریا د دغه شان اقداماتو د مخنیوي له پاره اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې شمالي کوریا د وروستي توغندي تر آزموینې وروسته ویلي ول چې اوس نو دغه هیواد کولای شي چې امریکا په نښه کړي.
زموږ له ارشيف څخه:
د شمالي کوریا پوځ څومره غښتلی دی؟
نه يوازي دا چي شمالي کوریا اوس په نړۍ کي يو له تر ټولو ستر پوځ لري، بلکي د خپلو وسلو او تجهیزاتو د لا پیاوړتيا او ډېرښت لړۍ يې هم جاري ساتلې ده. انځور: Reuters/KCNA دغه هیواد ۷۰۰۰۰۰ پوځ او ۴،۵ میلیونه ریزرف پوځ لري چې د اړتیا په صورت کې خدمت ته اماده وي. په دې توګه نو د دغه هیواد نږدې هر ۵ تن پوځي دی.
انځور: Getty Images/AFP/E. Jones د وسلو او تجهیزاتو نړیوال شاخص د ۲۰۱۷م کال د رپوټ پر بنسټ، دغه هیواد ۷۶ اوبتلونه، ۵۰۲۵ زیري ټانکونه او ۴۵۸ جنګي الوتکې لري. په دغه انځور کې چې د ۲۰۱۳م کال دی د شمالي کوریا واکمن کم جونګ اون د قوماندې په مرکز کې لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa شمالي کوریا هرکال په پلازمېنه پيونګ یانګ کې د یوه پوځي پرېډ په ترڅ کې خپلې وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې کوي. د وسلو دا ډول ننداره د دغه کمونیستي هیواد له تاریخي او ملي ورځو سره مطابقت کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA امریکا متحدو ایالاتو د تيري سه شنبې په ورځ د شمالي کوریا له خوا، د بالستيک توغندي د آزموینې بریاليتوب تائید کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ویلي دي: دغه آزموینه د شمالي کوریا له خوا امریکا، د هغه متحدینو او نړیوالو ته د ورپیښ احتمالي نوي ګواښ جدیدت ښيي.
انځور: Getty Images/AFP/KCNA پر ډیرو سختو بندیزو سربیره شمالي کوریا خپل د اټومي پروګرام لړۍ جاري ساتلې ده. دغه هیواد په مجموع کې تر اوسه پورې ۵ اټومي آزمویني کړي دي. یوازي په ۲۰۱۶م کال کې یې دوې آزموینې کړي دي. د سویلي کوریا د دفاع وزیر وایي چې په ډیر قوي احتمال به شمالي کوریا ډیر ژر شپږمه آزموینه هم وکړي.
انځور: picture-alliance/dpa/KCNA یوازي چين او روسیه تر اوسه پوري د شمالي کوریا متحدین دي. د شمالي کوریا رژیم د «امریکا متحدو ایالاتو امپریالیستي قدرت» خپل اصلي دښمن بولي او جاپان او سویلي کوریا په دویمه درجه کې ځای لري. شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا د کلني ګډ پوځي مانورونو پر وړاندې په ډیر حساسیت سره غبرګون ښيي.
انځور: Reuters/K. Hong-Ji داسې ښکاري چې د شمالي کوریا له خوا د بالستيک توغندی تر ازموینې وروسته اوس د امریکا حوصله ختمه شوي وي. د شمالي کوریا د توغندو آزموینه د جې ۲۰ په سرمشریزه کې یوه د بحث موضوع وه.
انځور: picture-alliance/Zumapress/M. Brown