1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانه مهاجره پيغله په يونان کې مهاجرو سره مرسته کوي

۱۳۹۸ دی ۱۴, شنبه

زهرا یعقوبي په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته راغله او وروسته له دوو مياشتو په آلمانۍ ژبه مسلطه شوه. دغې افغانې نجلۍ خپل ښوونځی د آلمان په هامبورګ ښار کې پای ته رسولی او اوس مهاجرو ته د مرستو رسولو په مقصد يونان ته تللې ده.

Zahra Yaqoobi | Arbeitet ehrenamtlich bei Medical Volunteers International
انځور: Privat

له افغانستان څخه تر اروپايي هيوادونو پورې د سختو لارو مزلونه د مهاجرو په ذهنونو کې د نه هیريدونکو تجربو په توګه حک شوي دي. د مهاجرو په ذهنونو کې پاتې شوې دغه تجربې، هغه يادښتونه دي چې کله کله د ورته پيښو په ليدو سره له سره تازه کيږي.

د بيلګې په توګه د سمندر د څپو غږ، د مهاجرو د هغه وخت ياد تازه کوي چې دوی دغه ډول غږونه په سمندر کې د خطرناکو سفرونو پر مهال، د ژوند او مرګ تر منځ فاصله کې اوريدل. د اروپا د دوبي موسم په شپو کې د سپوږمۍ رڼا او د ستورو ډک آسمان، د مهاجرو هغه سخت وختونه ورپه يادوي چې دوی به ورڅخه سخته ويره درلوده چې د سپوږمۍ او ستورو په رڼا کې د سرحدي ځواکونه لاس ته ونه لويږي.

يو شمير مهاجر چې د مهاجرت له لارو ترخې او سختې خاطرې لرې، کولای شې د مهاجرو وضعيت ډير ښه درک کړي.

زهرا يعقوبي يوه افغانه پيغله ده چې له شاوخوا پنځو کلونو راهيسې د آلمان په هامبورګ ښار کې ژوند کوي. هغه په ۲۰۱۵م کال کې د ۱۴ کلونو وه چې آلمان ته راغله. هغې د خپل ژوند ډيره برخه په مهاجرت کې تيره کړې او په وار وار يې د جلا وطنۍ تريخ خوند تجربه کړی دی. هغې خپل ماشومتوب له خپلې کورنۍ سره په ايران کې تير کړی. لا ځوانه شوې نه وه چې د قانوني اسنادو د نه درلودلو په دليل له خپلې کورنۍ سره په اجباري توګه افغانستان ته اخراج شوه.

زهرا نادري وايي د مهاجرو بد وضعيت ډير ښه درک کولای شي، ځکه يو وخت دغه وضعيت پر دوی هم تير شوی دیانځور: Privat

زهرا چې اوس په آلمان کې بشپړه آرام ژوند لري، هڅه کوي تر څو له هغو مهاجرو سره مرستې وکړي چې عملا د مهاجرت په لاره کې دي. هغه په همدې مقصد اوس د يونان په آتن ښار کې اوسیږي او د نړيوالو طبي رضاکارانو Medical Volunteers International)) په نوم يوه خيره سازمان سره د رضاکارې په توګه کار کوي.

د دويچه ويله همکاره رسنۍ، «انفو مايګرينټس» يا کډوال نيوز له زهرا سره مرکه کې کړې او د هغې د انګيزې په اړه يې ورڅخه پوښتنه کړې. زهرا ويلي: «کله چې زه خپله له افغانستانه آلمان ته مهاجره شوم د لارې په اوږدو کې مې ډيرې ستونزې وليدې. زه د مهاجرو وضعيت ډير ښه درک کولای شم، ځکه چې يوه ورځ موږ خپله په دغه وضعيت کې وو. ما تل دا هيله درلوده چې کله مې ديپلوم واخيست او د مالي لحاظه پر خپلو پښو ودريدم، نو له هغو خلکو سره به مرستې کوم چې په بد وضعيت کې ژوند کوي او زما مرستې ته اړتيا لري. بالاخره د ديپلوم د ترلاسه کولو وروسته مې په يونان کې له يو رضاکار فعال سره اړيکه ونيوله او هغوی زما د تير وخت فعاليتونو تر ارزونې وروسته، د خپل سازمان د غړې په توګه ومنلم.»

دغه سازمان چې زهرا يې غړې ده، په يونان کې مهاجرو ته د مرستو رسولو په برخه کې کار کوي. زهرا هڅه کوي چې د مهاجرو او خيريه سازمانونو تر منځ د يو ارتباطي پل په څير وي. هغه د مهاجرو ستونزو څيړې تر څو د هغوي روغتيايي ستونزو ته د امکان تر حده رسيدګي وشي.

زهرا يعقوبي په يونان کې د مهاجرو ښځو يو څو ستونزو ته د بيلګې په توګه اشاره کوي: «له يوې درې کلنې افغانې ماشومې سره مخ شوم چې په افغانستان کې د ماين د چاودنې له امله له عصبي اختلال سره مخ شوې ده. هغه اوس په يونان کې ډيرو قيمتو درملو ته اړتيا لري چې کورنۍ يې د اخيستو توان نه لري. د دغې موسسې د مرستو پرته امکان نه لري چې دغه ماشومه دغو درملو ته لاسرسی ولري. يو ښځه مې وليدله چې د کورني تاوتريخوالو له امله يې خپل ځان د ودانۍ له پنځم پوړ نه لاندې اچولی وو. د هغې پښې پنځه ځایه عمليات شوي دي. له ېوې بلې ښځې سره مخ شوم چې د غوږ پرده يې د خاوند د تاوتريخوالي له امله شکيدلې وه.»

زهرا يعقوبي غواړي په راتلونکې کې د کونګ فو په رشته کې تور کمربند په لاس راوړي.انځور: Privat

دغه افغانه پيغله په پام کې لري چې په يونان کې تر يوې مودې تيرولو وروسته بيرته آلمان ته ولاړه شي او خپلو تحصيلاتو ته ادامه ورکړي. يعقوبي کډوال نيوز ته د خپلو راتلونکو پروګرامونه په اړه وويل: «دا ځل مې د همکارۍ دوره لنډمهاله ده، خو په راتلونکې کې غواړم بيا يونان ته راشم او په پام کې لرم چې لږ تر لږه درې تر څلورو مياشتو پورې دلته پاتې شم. غواړم په راتلونکې کې هم له همدې موسسې يا د بې پولې داکترانو له سازمان سره د رضاکارې په توکه کار وکړم.»

زهرا يعقوبي او کورنۍ يې له ۲۰۱۵م کال مخکې په يونان کې بند پاتې وو. هغوی څو ځله هڅې کړې وې تر څو له سرحده واوړي خو بريالي شوي نه وو. يعقوبي په نهايت کې د جعلي پاسپورت په وسيله توانيدلې چې له يونان څخه ځان بلجيم او بيا آلمان ته ورسوي، خو په دې منځ کې درې ځله د پولیسو له خوا وپيژاندل شوه او ونه توانيده چې د خوښې هيواد ته يې ورسيږي. هغه وايي چې په پای کې يې له يوې چينايي تبعه څخه په ۳۵۰۰ يورو پاسپورت واخیست چې د هغه پر مټ يې ځان ايټاليا او بيا د آلمان هامبورګ ښار ته ورساوه.

زهرا یعقوبي په عين حال کې ورزشکاره هم ده. هغه يوولس کلنه وه چې په ايران کې يې د کراتې په رشته کې تور کمربند يا ملاوستنی ترلاسه کړ. خو کله چې د هغې کورنۍ له ايران څخه اخراج شوه، په افغانستان کې ونه توانيده چې خپل ورزش ته ادامه ورکړي. خو اوس له پنځو کلونو راهيسې په آلمان کې د کونګ فو په رشته کې ورزش کوي. يعقوبي وايي چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو د کونګ فو په سياليو کې يې لومړي مقامونه ګټلي وو. له دې ټولو سره سره هغه غواړي چې په نژدې راتلونکې کې تور کمربند هم په لاس راوړي.

زهرا يعقوبي زياتوي چې آلمان ته تر رسيدو دوه مياشتې وروسته په آلماني ژبه مسلطه شوه او هماغه وخت په ښوونځي کې شامله شوه. دغې افغانې پيغلې تازه خپل ديپلوم ترلاسه کړی، خو غواړي چې د طب په برخه کې خپلو تحصيلاتو ته ادامه ورکړي.

aj/mks/ns

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب